د روسۍ الوتکې راپرېوتو له امله ۷۱ سپرلۍ وژل شوي
د دغې الوتکې د راپرېوتو لامل نه دی معلوم. د روسيې چارواکو په وينا پلټنې روانې دي
د روسيې د خبري رسنيو په وينا، يوه مساپر وړونکې الوتکه د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو په څنډو کې راپرېوتلې ده.
د ساراتف شرکت الوتکې ۷۱ مساپر د قزاقستان پولې ته څېرمه اورسک ښار ته لېږدول. د روسيې حکومتي رسنۍ تاس وايي، د دغې الوتکې پاتې شوني يې موندلي او داسې ښکاري چې هېڅوک په کې ژوندي نه دي پاتې.
راپورونه وايي دغه الوتکه له پورته کېدو لس دقيقې وروسته د رادار له سيستم څخه لادرکه شوې او د مسکو په ۸۰ کیلومترۍ کې د ارګونووو په ښار کې رالوېدلې.
د دغې الوتکې د راپرېوتو لامل نه دی معلوم. د روسيې چارواکو په وينا پلټنې روانې دي او وايي کېدای شي الوتکه د خرابې هوا يا هم د پيلوټانو د تېروتنې له امله رالوېدلې وي.
رالوېدلې الوتکه اووه کاله وړاندې جوړه شوې وه. ساراتف هوايي شرکت دغه الوتکه يو کال وړاندې له يوه بل شرکت څخه پېرلې وه.