واشنگټن پوست: "افغانان احساس کوي حکومت یوازې پرېښي"

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ورځپاڼه وايي خلک د طالبانو او داعش له ويجاړوونکي گواښه په ويره دي خو خپلو مشرانو په تېره ولسمشر غني ته په غوسه دي.

واشنگټن پوست:

افغانان د اورپکو له لا نور تاوتريخوالي په وېره کې دي او احساس کوي چې حکومت يوازې پرېښي ترسرليک لاندې مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه افغان پلازمېنه کې د ژوندانه بهير ته په اشاره وايي د څو ورځو وړاندې بريدونو نښې پاکې شوي، چې په تېرو اتو مياشتو کې د کابل تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه.

ورځپانه زياتوي، خو ښار لا تر اوسه هم د دغو پېښو له اغېزه نه دى رغېدلى.

دا يوازې خلکو لپاره د دريو پرله پسې بريدونو ټکان نه بلکې دوى ته پېدا شوې يوه ژوره ناکراري ده چې گواکې هر څه له کنټروله وځي او حکومت چې دواک پر سر شخړه کې گېر دى، خلکو ته د چوپړونو په ورکړه کې پاتې راغلى.

ورځپاڼه وايي خلک د طالبانو او داعش له ويجاړوونکي گواښه په ويره دي خو خپلو مشرانو په تېره ولسمشر غني ته په غوسه دي.

ورځپاڼې د يوۀ شنونکي وينا راخيستې چې وايي "امنيت د نخبه گانو په يوه امتياز بدل شوى او نور خداى ته سپارل شوي دي."

خو د ولسمشر غني همکارانو ويلي چې د نوموړي پام د اورپکو پر گواښ ور ټول دى.

اېکسپرېس ټريبيون:

اېکسپرېس ټريبيون د زياتېدونکي گواښ او ننگونو تر سليک لاندې يوه شننه خپره کړې او د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير جان او سلېوان هغه څرگندونې يې راخيستې چې وايي "امريکا هوډ لري پاکستان وپوښتي چې د اورپکو د پټنځيو پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلى."

مطلب وايي د مرستيال وزير له دغو څرگندونو څو اوونۍ وړاندې پنټاگون داسې يوه نوې دفاعي تگلاره اعلان کړه چې روسيه او چين د جهاديانو پرتله امريکا ته لوى گواښ وبلل شو.

ليکوال وايي د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې گډو گټو او د اقتصادي دهليز سيمه ييز-اقتصادي گټو ته په پام سره داسې برېښي چې پاکستان د امريکا پر تله چين او روسيې ته ډېر نژدې شي.

ليکوال سپارښتنه کوي چې پاکستان بايد نړيوال ډگر کې خپل باور يا اعتبار ښه کړي او مشرانو بايد له خپلو وينا و سره سم عمل هم وکړي.

مطلب کې راغلي پاکستان ته په کار ده چې چين سره د خپلو نژدې اړيکو سره سره ترهگرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره له روسيې سره هم اړيکي وپالي او داسې اېتلاف رامنځته شي چې افغان جگړې ته سم د پاى ټکى کېږدي.

ليکوال وايي هند او امريکا نه بلکې روسيه او چين افغانستان ته نژدې پراته دي او که د جگړې اور له افغان خاورې د باندې وځي نو مخامخ دغه هېوادونه زيانمنوي.

اړونده مطالب