د مو ابراهیم جایزه: د لایبریا سیرلیف د غوره مشرۍ جایزه ګټلې

سیرلیف د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېرمن سيرليف چې تېره مياشت له خپلې دندې استعفا وکړه، په ٢٠٠٦ کال افريقا کې لومړۍ ښځينه ولسمشره شوه.

د لایبریا پخوانۍ ولسمشرې ایلن جانسن سیرلیف ته د افریقايي مشرتابه د مو ابراهیم کلنۍ جایزه ورکړل شوه. دا جایزه هغو افریقايي مشرانو ته ورکول کېږي چې ښه حکومتولي یې کړې وي.

د لايبريا پخوانۍ ولسمشرې الن جانسن سيرليف ته د افريقا غوره مشرۍ له کبله د مو ابرهيم د پنځو ميليونوډالرو جايزه ورکړل شوه.

مېرمن سيرليف چې تېره مياشت له خپلې دندې استعفا وکړه، په ٢٠٠٦ کال افريقا کې لومړۍ ښځينه ولسمشره شوه.

تر کلونو کورنۍ جګړې وروسته لایبريا کې د ثبات د ټينګېدو له کبله د هغې ډېره ستاينه کېږي.

د جایزې ورکولو کمېټې ویلي، اغلې سیرلیف په بېلابېلو حالاتو کې ځانګړتیا لرونکې مشري کړې ده.

نړۍ کې واکمنې ښځې

د ۲۰۱۱ کال د سولې نوبل جایزې درو ښځو ته ورکړل شوې

اغلې سیرلیف دوه ځلې ولسمشره پاتې شوې، خو په وروستیو ټاکنو کې کاندیده نه شوه، چې بالاخره بخواني مشهور فوټبال لوبغاړي جورج ویه پکې ولسمشرۍ ته ورسېد.

د هغې ګوند دا له مشرۍ لیرې کړه او تور یې پرې ولګاوه چې ګني د خپل ګوند د کاندید پرځای یې د ښاغلي ویه په ګټه کمپاین وکړ.

له ۲۰۰۷ کال راهیسې سیرلیف پنځمه ښه مشره ده، چې د مو ابراهیم د ښې حکومتولۍ جایزه ګټي.

دا پنځه میلیون ډالري جایزه له تېرو لسو کلونو راهیسې پیل شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption مو ابراهیم

خو داسې وخت هم راغلی چې د دې جایزې کوم مستحق افریقایی مشر نه دی غوره شوی.

مو ابراهیم جایزې:

  • ۲۰۰۷: د موزبیق پخوانی ولسمشر جاکیوم چیسانو
  • ۲۰۰۸: د بوټسوانا پخوانی ولسمشر فیسټتوس موګاو
  • ۲۰۰۹: هېچا ته جایزه ورنه کړل شوه
  • ۲۰۱۰: هېچا ته جایزه ورنه کړل شوه
  • ۲۰۱۱: د کېپن ویرډ پخوانی ولسمشر پیدرو ویرونا پیرز
  • ۲۰۱۲: هېچا ته جایزه ورنه کړل شوه
  • ۲۰۱۳: هېچا ته جایزه ورنه کړل شوه
  • ۲۰۱۴: د نومیبیا پخواني ولسمشر هیفیکیپوني پوهمبا
  • ۲۰۱۵: هېچا ته جایزه ورنه کړل شوه
  • ۲۰۱۶: هېچا ته جایزه ورنه کړل شوه

اړونده مطالب

ورته مطالب