"طالبان له امریکا د جګړې پر سر بیا غور کول غواړي"

د انځور حقوق .
Image caption طالبانو ویلي، له سیاسي لارې او له خبرو اترو د ستونزې د حل لارې لپاره حاضر دي

واشنګټن پوست:

طالبان له امریکا غواړي چې په افغان جګړه له سره فکر وکړي.

طالب جنګیالیو د چارشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته د ۱۷۰۰۰ لغاتو لرونکی لیک لیکلی او ترې غوښتي یې دي چې په امریکایی چارواکو فشار راوړي چې په افغانستان کې ۱۷کلنه جګړه پای ته ورسوي او په لیک کې زیاتوي چې دې نیواک هېواد ته یوازې مرګونه، فساد او نشه یي توکي ورپه برخه کړي دي.

واشنګټن پوست لیکي چې دا لیک داسې مهال خپور شوی چې د افغانستان په اړه د ډونلد ټرمپ تګلاره په افغانستان کې پلې کېږي او دې هېواد ته زرګونه امریکايي پوځيان استول کېږي چې له افغان ځواکونو سره په روزنه کې مرسته وکړي چې د هیواد امنیت یې خوندي کړي.

امریکا ته د طالبانو پرانستی لیک: د افغانستان "نیواک" پای ته ورسوئ

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د طالبانو د پرانستي لیک پیغام دادی چې امریکا خلک باید په افغانستان کې د جګړې منطق و ارزوي او په دې پوه شي چې د جګړې دوام د دوی په ګټه نه دی او په خپلو مشرانو فشار راوړي چې له افغانستانه ووځي.

ډان، پاکستان:

دې ورځپاڼې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونې را اخیستې دي چې د امریکا هڅو ته یې کړې چې پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راولي چې د ترهګرو مالي ملاتړ کوي. حسن اقبال وايي دا به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي نه یوازې خراب کړي بلکه بیا به له رغېدو ووځي.

د انځور حقوق Getty Images

د وزیر په ګومان د پاکستان خلک له امریکا سره دوستانه اړیکي غواړي چې په دوه اړخیز درناوي ولاړ وي. خو د پاکستان اړ ایستل رغنده ګام نه دی.

د ډان په لیکنه، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه ویلي چې دا د امریکا او پاکستان په ګټه ده چې د افغانستان په اړه له یوبل سره همکاري وکړي.

هندوستان تایمز:

هندوستان ټایمز هند ته د ایران د ولسمشر درې ورځني سفر ته کتنه کړې چې نن پیلېږي او لیکي چې ښاغلي روحاني به هڅه وکړي په ایران کې د څو ملیاردونو په ارزښت د هند پانګونه وهڅوي. دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د امریکا فشارونه په زیاتېدو دي چې امریکا پر ایران د بندیزونو پر بیا لګولو غور کوي او د د ې هیوا اتومي پروګرام هم اندېښمن کړی دی.

ورځپاڼه د چابهار بندر پراختیا ته په اشاره لیکي چې نوي ډيلی په پام کې لري چې پر ایران د امریکا د لګیدلو بندیزونو لرې کول به ددې امکان برابر کړي چې هند په ایران کې ۲۰ میلییارد ډالر پانګونه وکړي او سوداګري به پراخه شي.

ورته مطالب