د کنترول پر کرښه پاکستاني پوځ ۵ هندي سرتېري وژلي

. د انځور حقوق AFP
Image caption په تېره مياشت کې د هند په کشمیر کې د اوربند به وړاندې سرغړونې ډېرې شوې دي.

د پاکستان پوځ وایي، په کشمير کې د دوی ترواک لاندې سیمو کې یې ۵ هندي سرتېري وژلي او زیات شمېر نور یې تپیان کړي دي.

د پاکستان د پوځ د (ای. اېس. پي. ار) ادارې مشر جنرال اصف غفور د پنجشنبې په ورځ په خپله توېټرپانه لیکلي:

چې د پاکستان د پوځ له لورې ځکه دغه هندي سرتېري وژل شوي چې دوی غوښتل عام او بې ګناه خلک په نښه کړي.

د نوموړي په خبره چې هغوی له عامو خلکو غچ واخیست او د هند پوځ ته یې کلک ځواب ورکړ.

پاکستان: که هند زموږ هوډ ازمويي، پایله به یې وویني

هند د پاکستان پولې ته څېرمه 'بمباري' کړې

د پاکستان پوځ: د هندي سرتېرو په ډزو کې ۲ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

له ټوېټ سره یې یوه ويډیو هم خپره کړه چې د یوه ځای له نښه کولو وروسته لوګي په کې لیدل کېږي.

له هغه څو ساعته وروسته (ای. اېس. پي. ار) ادارې وویل چې هند د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د ماشومانو د ښوونځي یو موټر په نښه کړی و چې د هغه موټر چلوونکی وژل شوی دی.

دغې ادارې ویلي، چې د هند له لورې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې د عامو خلکو په نښه کول یو غیر اخلاقي عمل دی او زیاتوي چې د ښوونځي ماشومان په نښه کول د جینوا د اوربند د مادې پر خلاف یو عمل دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستاني چارواکو به خبره، تېر کال د هند له لورې د اوربند پر وړاندې ۱۹۰۰ بریدونه شوي دي.

بلخوا هند د پاکستان له لورې دغه تورونه به ځان نه مني او د هند د شمېرنو په اساس، په تېره مياشت کې د هند په کشمیر کې د اوربند به وړاندې سرغړونې ډېرې شوې دي.

د هند د پوځ مشر جنرال بپن روټ ویلي وو چې د اوربند پر خلاف به د پاکستان د پوځ کړنې به، پاکستان تر هند ډېر زیانزیانمن کړي.

د پاکستاني چارواکو به خبره، تېر کال د هند له لورې د اوربند پر وړاندې ۱۹۰۰ بریدونه شوي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې د هند او پاکستان په سرحدي سیمه بهمبر ګلۍ کې د ‌ډزو په تبادله کې، د هند د پوځ یو قوماندان او درې سرتېري وژل شوي وو.

اړونده مطالب