نړۍ کې میلونونو کسانو د نوي قمري کال پیل مراسم ولمانځل
د نړۍ لر او بر کې د نوي قمري کال پیل مراسم چې سږ کال ته 'د سپي کال' نوم ورکړل شوی دی، په ډول ډول مراسمو ولمانځه
کمبودیا کې د نوي کال مراسم د دود کولو لپاره د عود لښتې
چینايي نجومګر په دې باور دي، چې هر څوک چې د سپي په کال زېږېدلی کسان، د وفادارۍ او صادقانه خویونو تر څنګ د عدالت احساس لري، زړور به وي او په اسانۍ سره به غوسه کېږي.
د استرالیا سډني ښار مراسیمو کې یو نڅاګر زمری او لوی سپی.
د میانمار یانګون ښار کې د نوي کال مراسم
چین کې به د نوي کال مراسم تر یوې اونۍ پورې روان وي.
چین کې د نوي کال مراسم په ځانګړیو مراسمو لمانځل کېږي
د شمالي کوریا پلازمېنه پیونګ یانګ کې د نوي کال مراسم
د نیپال کټمنډو ښار کې تبتي ماشومان د نوي کال مراسمو کې ناڅي.
د اندونیزیا جکارتا ښار کې د نوي کال مراسمو پر مهال کاریدونکي توکي پلور ته ایښي دي.
د مالیزیا کوالالمپور ښار یو معبد د نوي کال په مناسبت له زینتي توکو او ډیو ډک دی