سعودي کې لومړی ځل د فېشن نندارتون
د سعودي شهزادګۍ نورا بنت فیصل په لندن کې خبریالانو ته ویلي، د سعودي پلازمېنه ریاض به راتلوونکې میاشت د لومړي ځل لپاره د فیشن نندارتون کوربه وي.
په منځني ختیځ کې د بي بي سي خبریال وايي دا فیشن نندارتون سعودي عربستان ته د فرهنګي نوښت راوستلو لپاره د وروستیو هڅو په لړ کې یوه بله هڅه ده.
شهزاده محمد بن سلمان، هڅه کوي چې هېواد له دودیزو محافظه کارانو څخه لرې کړي، هغه غواړي د سعودي ځوانانو ته دا ډاډ ورکړي چې راتلونکې یې روښانه ده.
هغه وویل، په دې فیشن نندارتون کې به د سعودي عربستان ځینې محافظه کار ارزښتونه په ډاګه شي، خو د دغو اقداماتو موخه د سعودی د اقتصاد وده ده.
هغه وویل: بهرنيان هم چمتو دي چې په نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي شیان وپیري.
په دې وروستیو کې د سعودي عربستان په جده کې ښځې سټیډیو ته لاړې او د سړیو د فوټبال د لوبو لیدلو فرصت یې ترلاسه کړ.
ویل کیږي چې محمد بن سلمان د ښځو حقونو او اختیارونو په اړه د اوسني بندیزونو کمول پیل کړي.
سره له دې چې ښځې کولی شي د سعودي عربستان بازار کې تګ راتګ وکړي، د کورنۍ کوربه توب او تفریح وکړي او د لوبې ډګر ته هم ځي.
دا د سعودي په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو میاشت وروسته به دې هېواد کې لومړنۍ فیشن نندارتون جوړ شي .
سربېره پر دې، په دې وروستیو کې د عرب سمندر ترڅنګ یو نندارتون پرانستل شو په دسمبر میاشت کې په سعودي عربستان کې د ترافیکي قوانینو تعدیل اعلان شو چې پر بنسټ یې ښځې اجازه لري موټر وچلوي.
سعودي کې ښځې کوم کارونه نه شي کولای؟
د سعودي پاچا سلمان پر ښځو د موټر چلولو بندیز لیرې کولو فرمان صادر کړی، چې سر له راتلونکې جون میاشتې به عملي کېږي، خو لاهم په دې محافظه کاره هېواد کې ښځې ځینې کارونه نه شي کولای.