د ابوظبۍ ولیعهد افغان هټیوال ته مډال ور کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

اماراتۍ ورځپاڼې نیشنل لیکلي د ابوظبي ولیعهد او د وسله والو ځواکونو مرستیال قوماندان محمد بن زاید په ابوظبي یوه افغان ته دهغه په دوکان کې مډال ورکړ.

کیسه داسې ده چې دغه افغان چې د قالینو هټۍ لري، یوه اماراتي ته ان د سل زرو درهمو په بدل کې د دغه هېواد د پخواني مشر شیخ زاید د عکس له پلورلو انکار وکړ. دا عکس ده په خپل دوکان کې ځړولی او یوه اماراتي یې ترې د اخیستلو هڅه کړې، همدې اماراتي د انځور د پيرلو د غوښتنې بهیر په ویډیو کې ثبت کړی، دا ویډو ډیره مشهوره شوه.

افغان سوداګر دغه اماراتي ته وايي دا د بابا زاید انځور دی او دده په دوکان کې له پنځه ویشتو کلونو راهیسې ځړیږي.

دی وايي دا د بابا زاید عکس دی او دی به یې هیڅکله ونه پلوري. د دغې ویډیو له لیدلو وروسته محمد بن زاید ددغه افغان دوکان ته ورغی او هغه ته یې د زاید د کال نښان ورکړ.

ډیپلوماټ خپرونه

دپلوماټ خپرونې پر کانټننټال هوټل د برید په تړاو لیکي چې په افغانستان کې له قانونه سرغړونه په یوه دود بدله شوې. خپرونه لیکي په افغانستان کې ځینې داسې څه دود شوي چې ترهګرو ته اجازه ورکوي خپل هدف ته ځان ورسوي، لکه دا چې ځینې دا ښه نه ګڼي چې یوه ځای ته له ننوتلو وړاندې تالاشي ورکړي.

د مطلب لیکوال هغو تورونو ته هم اشاره کوي چې د هوټل د امنیتي مسوولینو او نورو چارواکو ترمنځ پر یوه بل لګول شوي.

د هوټل چارواکو د هوټل امنیتي کمپنۍ پر بې غورۍ او د خپلې په ترسره کولو په پاتې راتلو تورنوي، خو د امنیتي کمپنۍ چارواکو بیا ویلي دوی خپلې اندیښنې له چارواکو سره شریکې کړې وې، خو دهوټل مسوولینو ورته پام نه و کړی.

د مطلب لیکوال زیاتوي په افغانستان کې ځینې کسان چې په وروستیو کلونو کې ډیر شتمن شوي او یا د منصب او نوم خاوندان شوي؛ کله چې مهم ځایونو ته ځي ځانونه مهم کسان معرفي کوي او له تالاشۍ ورکولو ډډه کوي.

دده په وینا داسې هم ډیر کله کیږي چې امینتي مسؤولینو ته د دوی د امرانو له خوا ویل کیږي چې فلانی مه تلاشي کوئ چې مهم شخصیت دی، او دا هغه څه دي چې د مطلب د لیکوال په وینا امنیتي اجرائاتو کې خلل رامنځته کوي او ورانکارو ته هم چانس په لاس ورکوي.

پاکستان ټوډی ورځپاڼه

پاکستان او امریکا باید په افغانستان کې د ټیکاو لپاره لاسونه سره ورکړي. دا د پاکستان ټوډې دیوه مطلب سرلیک دی او د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر احسن اقبال هغه څرګندونې یې را اخستې چې وايي پاکستان ته په کار دي چې د افغانستان په ټیکاو کې مرسته وکړي.

ده ویلي که پاکستان داسې ونکړي نو هغه کړۍ چې د ښاغلي اقبال په وینا د سیمې د بې ثباته کولو هڅه کوي ، دا فرصت ومومي چې دا ډول یو وضعیت د خپلو ګټو دتامین لپاره وکاروي.

ده ویلي په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.

هندوستان ټایمز

هندوستان ټایمز لیکي په ایران کې دچابهار بندر په بشپړ فعالیدو سره هند له افغانستان او د مرکزي آسیا له هېوادونو لا ډیرې پیاوړې اړیکې ولري. ورځپاڼه زیاتوي هند په پام کې لري د راتلونکې مۍ میاشتې په وروستیو کې د چابهار بندر په یوه برخه کې فعالیت پیل کړي.

د شوې هوکړې له مخې هند په دغه بندر کې دوه ترمینلونه جوړوي .