نیویارک ټایمز: پاکستان تر فشار لاندې دی

د انځور حقوق AFP

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي په حواله لیکي چې پاکستان ته په کار دي د حقاني په څیر ډلو غړي چې په افغانستان کې د بریدونو له پاره د پاکستان خاوره کاروي ووژني او یا د کرښې په اوږدو کې یې تر فشار لاندې ونیسي.

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې څرګندونې کړي دا اټکل رد کړی چې پر پاکستان لا ډیر ښايي برعکس پایلې ولري.

پاکستان د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو نوملړ کې ولې رانغی؟

هندو ورځپاڼه: د ترهګرۍ ملاتړ په تړاو د پاکستان خوشبیني له وخته وړاندې ده

پاکستان سترې محکمې نوازشریف د ګوند مشرتابه لپاره نا اهل وباله

ده ویلي پاکستان دې د وړو ګامونو په پورته کولو لاس په کار شي ، لکه دا چې وسله وال اړ کړي د جګړې له پيل وړاندې افغانستان لوري ته واوړي، دوی له شته مرکزونو بې برخې کړي دا اړینه نه ده چې حتما دې هغوی ووژني او یا یې ونیسي.

ده دا خبره هم رد کړې چې ګواکې پاکستان ځان ته غره دی وایي پاکستان تر فشار لاندې دی او پوهیږي چې امریکا دې موضوع ته ډیر ارزښت ورکوي.

ماریننګ سټار

بریتانیایۍ ورځپاڼې ماریننګ سټار د تاپي ګاز نل لیکې په تړاو چې پرون یې د افغانستان د برخې پرانستنه وشوه لیکلي:

د دغې نل لیکې هیله د ۱۹۹۰ لسیږې په پيل کې رامنځته شوه او موخه یې داوه چې د منځنۍ اسیا ګاز د روسیې او یا ایران خاورې له تېریدو پرته نورو سیمو ته صادر شي.

د ورځپاڼې په وینا امریکا د دغې نل لیکې ملاتړ وکړ چې د ایران ، هند ، پاکستان ترمنځ د ورته پایپ لاین پروژې مخه ونیسي.

افغانستان د ټاپي لپاره سیمه ییز اقتصادي دهلیز

ټاپي؛ د طالبانو واکمنۍ مهال طرحه ۲۳ کاله وروسته پلې کېږي

په هرات کې د ټاپي او څو نورو پروژو چارې رسما پیل شوې

مارنینګ سټاز زیاتوي، د اذربایجان ، ترکیې او جورجیا ترمنځ د تیلو پایپ لاین چې امریکا يې ملاتړ کوي هم د دې لپاره طرحه شوی چې له ایرانه یې مخه واړوي.

ډان ورځپاڼه:

د ترهګرۍ د ملاتړې هېواد په توګه نوملړ کې سم لاسي د پاکستان نه شاملولو په اړه د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په یوه مطلب کې ټینګار شوی چې پاکستان ته په کار دي د پیسو وینځلو او د ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، نه نړیوالو فشارونو ته د ځواب په توګه بلکې د پاکستان د خپلې ګټې لپاره هم دا ډول یوه ګام ته اړتیا ده .

د مطلب لیکوال غوښتنه کړې چې په دې برخه کې پر پاکستان د نړیوالو له خوا د فشار پر ځای دې له دغه هېواد سره د قضايي او مالي ادارو د ظرفیت په لوړلو کې مرسته وشي او هغه تجربې دې له پاکستان سره شریکې کړل شي چې نور هېوادونه یې لري.

ورته مطالب