د تصویرونو البم: تر اوبو لاندې حیرانونکۍ نړۍ
د جرمني عکاس توبیس فریدریچ د دویمې نړیوالې جګړې د مهال یوې غرقې شوې برتانوۍ بېړۍ کې د پوځي ګاډي پانو رامیک تصویر اخیستی او د ۲۰۱۸ کال لپاره تر اوبو لاندې د عکاسۍ برخه کې غوره پنځونه بلل شوې ده.
فرید ریچ دا تصویر د مصر راس محمد نومي سمندر غاړې ته نژدې اخیستی دی. د نړۍ له لر او بره دغې سیالۍ ته نژدې ۵۰۰۰ تصویرونه لېږل شوي وو.
دغه تصویر کې نورټون ۱۶ ایچ ډوله موټر سایکلونه لیدل کېږي، چې ګاډو کې بار شوي دي. تصویر کې کبان هم لیدل کېږي. فریدریچ وايي، 'له څو کلونو راهیسې مې دغه تصویر ذهن کې و، خو دلته دومره ځای نه موندل کېده، چې ټول تصویر یوه فریم کې راشي. '
نوموړی وايي حل مې ورته داسې وموند چې ډېر تصویرونه سره یو ځای کړم او یو تصویر ترې جوړ کړم.
د سیالۍ جیوري یو غړی پېټر راولینډ وايي، 'دا تصویر په کافي اندازه له معمولي تصویرونو ځانکړی دی او څومره چې کېدای شي په پراخه کچه باید وکتل شي. دا د تصویر اخیستو غیر عادي وړتیا پنځولی دی. '
تر اوبو لاندې تصویرونو سیالۍ د برتانیا کټګوري کې لومړۍ جایزه د ګرانټ تهامس دغه تصویر ته ورکړل شوې، چې (لوبرډز) نوم یې ورکړی دی. دا تصویر سکاټلنډ کې اخیستل شوی دی. عکاس وايي، د دغه تصویر لپاره مې تر ټولو د غوره شېبې انتظار کاوه.
دغه سیالۍ لپاره ۱۱ کټګورۍ په پام کې نیول شوې وې او د عکاسانو د وړتیا ازموینه وشوه، چې درې کټګورۍ پکې یوازې برتانیا کې تر اوبو لاندې د اخیستل شویو تصویرونو لپاره ځانګړې شوې وې.
عبدالرحمان جمال الدین د دغه سمندري خوځنده تصویر داسې مهال تصادفاً اخیستی چې اصلا د بل تصویر لپاره چمتو کېده.
د لیسټر ټوینې سټېفن سټوني کوو کې دغه تصویر اخیستی دی.
د عکس سرچینه، Greg Lecoeur/UPY 2018
جارج لیکور د وهیل نومي کب دغه تصویر داسې مهال اخیستی، چې کب له اوبو بهر ټوپ واهه.
شین ګروس خپله هم حیرانتیا څرګنده کړې، چې د سمندري اسانو دغه یو ځايي تصویر څنګه اخیستی دی.
د عکس سرچینه، Fan Ping/UPY 2018
کرسټینا دیناتور د شارک پر رویې څېړنه کوي او شارک ته نژدې ورځي، د همدې کمساري تړاو له کبله نوموړې نژدې ورغلې او فین پنګ یې دغه تصویر اخیستی.
سونګدا سايي وايي په خپلو بې شمېره اخیستل شویو تصویرونو کې یې دا یو ډېر خوښ دی.
یوه کب څنګه د سمندري بوټي او جیلي فیش تر منځ لاره ومونده او په کې ایسار پاتې شو، سکاټ ګسټي یې تصویر اخیستی.
د عکس سرچینه، Filippo Borghi/UPY 2018
فلیپو بوګي وايي دوې ورځې یې له پنځو تر اتو بجو پورې اوبو کې انتظار کړی او وروسته یې د یوه مرغه له لوري د کب ښکار دغه تصویر واخیست.
د عکس سرچینه، Tanya Houppermans/UPY 2018
تانیا باپر مینز وايي په پټه یې ستوني ستغ لامبو کوله او کله چې زرګونه کوچني کبان د شارک له مخې لرې شول، تصویر یې ترې واخیست.
سایمن میټوسي او مېرمن یې وايي، د ټونګا پاپا ایلنډ کې یې داسې ښایستوکی منظر ولید.
د عکس سرچینه، Mike Korostelev/UPY 2018
مایک کورو ستیلیف د روسیې کوریلي جهیل کې له نژدې د یږ تصویر اخیستی چې د کبانو ښکار کوي.
بورټ فرلان د کیوبا اوبو کې د تمساح ساکت تصویر اخیستی.
د ټولو تصویرونو ټول حقونه خوندي دي.