د "ډالۍ چاودنې" هندی زوم وژلی

د ناوې روغتیايي وضعیت هم کړکېچن ښودل شوی. د انځور حقوق EPA
Image caption د ناوې روغتیايي وضعیت هم کړکېچن ښودل شوی.

د هند ختیځ اودیشا سیمه کې یو زوم او نیا یې د واده راوړل شوې یوې ډالۍ د چاودنې له کبله مړه شوی.

پولیس وايي، ناوې سخته ټپي شوې او د درملنې لپاره روغتون ته استول شوې ده.

یاد زوم او نجلۍ د روانې میاشتې اتلسمه واده کړی و، همدا وو چې ګڼې ډالۍ ورته راوړل شوې، چې یوې ډالۍ کې یې د تېرې جمعې په ماخوستن چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي او چاودلي دي.

ډالۍ کې اېښودل شوي چاودېدونکي توکي د پرانیستلو پرمهال چاودلي.

د پولیسو ویاند ویلي، پر ډالۍ د استوونکي له نوم او پتې پرته نور څه نه وو لیکل شوي.

'ښځې د سړي په جامه کې د ولور لپاره له دوو ښځو سره واده کړی'

زوم، نیا او مېرمن یې سخت ټپیان شوي، چې روغتون ته تر لېږدول کېدا وروسته زوم او نیا ساه ورکړې، خو د ناوې روغتیايي وضعیت هم کړکېچن ښودل شوی.

که څه هم پولیسو ویلي، دا یو جرم دی، خو وايي ښايي مجرم د همدې سیمې یو وګړی وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب