"عراق کې ۱۵ ښځې د داعش د غړیتوب په تور په اعدام محکومې شوي"

. د انځور حقوق AFP
Image caption محکمې ویلي، پر یادو مېرمنو لګول شوي تورونه ثبوت شوي دي.

د عراق یوې محکمې ۱۵ ترک ښځې د اسلامي دولت نومې (داعش) ډلې د غړیتوب او همکارۍ په تور په اعدام محکومې کړې دي.

محکمې ویلي یادو مېرمنو د داعش له جنګیاليو سره ودونه کړي وو او هغوی ته یې لوجیستیکي استانتیاوې برابرې کړې دي.

د محکمې په خبره، پر یادو مېرمنو لګول شوي تورونه ثبوت شوي دي.

ننګرهار: په اچین کې ډله‌ ییز قبر موندل شوی

د "داعش" مشهوره فرانسوۍ غړې کوردانو نيولې

'استرالیایۍ پېغلې له داعش سره د یوځای کېدو په هڅې کې'

د دغو مېرمنو په اړه دا خبره هم کېږي چې د داعش له جنګیالیو سره یې د بریدونو په کولو کې مرستې کړې دي.

تر دې مخکې هم په عراق کې یو شمېر بهرنۍ مېرمنې په ورته تور په اعدام او یو شمېر نورې یې په عمري زندان محکومې شوې دي.

پر دې سربېره پتېیل شوې، سلګونه نورې بهرنۍ مېرمنې چې د عراقي ځواکونو له خوا د جګړې په ډګر کې ژوندۍ نیول شوې، هم محاکمه شي.

د بشر حقونو ملاتړې ډلې د یادو ښځو په اړه په تر سره شوي قضايي چلند او د اعدام پر حکم نیوکه کړې او د دوی په اړه صادر شوی حکم یې ناانصافي ګڼلې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption داعش ډلې موصل ښار له عراقي ځواکونو نیولی و چې بیا یې کابو ۳ کاله پخپله ولکه کې وساته

تر اوسه د هغو بهرنیو جنګیالیو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی چې له داعش سره په جګړه کې عراقي ځواکونو ژوندي نیولي دي، خو عراقي قومندانان او کرد ځواکونه وايي، د جګړو پر مهال ورته د داعش سلګونه بهرني جنګیالي تسلیم شوي دي.

د تېر کال په اوړي کې عراقي ځواکونه موصل ښار بېرته له داعش ډلې ونیوه.

دغو عملیاتو څو میاشتې وخت ونیوه.

داعش ډلې موصل ښار له عراقي ځواکونو نیولی و چې بیا یې کابو ۳ کاله پخپله ولکه کې وساته.

عراق شاوخوا دوه میاشتې وړاندې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې یې داعش ډله بشپړه ماته کړې ده.

ورته مطالب