پاکستان کې بله ماشومه هم تر جنسي تېرې وروسته وژل شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي، د پنجاب ایالت په لودرا سیمه کې پر یوې شپږ کلنې ماشومې جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې دا ماشومه د فبرورۍ په نولسمه نېټه لادرکه شوې وه او مړی یې د تېرې شنبې پر ورځ وموندل شو.

پولیس وایي د ماشومې د تره زوی یې د هغې د وژنې په تور نیولی دی او په لومړنیو پلټنو کې نوموړي پر دې جرم اعتراف هم کړی دی.

له ده سره څلور تنه نور هم نیول شوي دي.

د لودرا د ځایي روغتون ډاکټرانو د دې خبرې پخلی کړی چې تر وژنې د مخه پر ماشومې جنسي تېری شوی دی.

د همدې پنجاب ایالت په قصور سیمه کې څه موده وړاندې د جنسي تېري او بیا د هغې د وژنې پېښې د پاکستان او نړۍ په کچه سخت غبرګونونه را وپارول.

همدا رنګه د خیبرپښتونخوا ایالت په مردان کې هم تېره میاشت یوه کوچنۍ ماشومه تر جنسي تېري وروسته ووژل شوه.

په پاکستان کې یوازې په تېرو دوه میاشتو کې پر ماشومانو د جنسي تېري او بیا د هغوی د وژنې څو پېښې رامخې ته شوې دي.

"زلزلې له جنسي تېري وژغورلم"

مردان کې څلور کلنه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې

پاکستان: هغه مشکوک سړی څوک دی چې د اووه کلنې ماشومې وژنې شکونه پرې کېږي؟

'پاکستان کې هره ورځ پر ۱۱ ماشومانو جنسي تېری کېږي'

هندوستان ټایمز

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه په کشمیر کې د وروستي تاوتریخوالي په اړه مطلب لري او لیکي چې پرون په سرینګر ښار کې د اورپکو په برید کې دوه تنه پولیس ووژل شول.

ویل کېږي چې بریدګرو له پولیسو نه د هغوی وسلې په زور واخیستې او بیا یې وکارولې.

د یوه زیارت مخې ته د یو پولیس افسر د مړینې صحنه په ویډیو کې هم ثبت شوې ده او اوس د هغه د ژوند د وروستیو شېبو دا ویډیو په هند کې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

د کُنار سینګ په نامه د پولیسو دا افسر تر مړینې د مخه ویډیو اخیستونکي ته وایي چې دوه وسله والو یې ټوپک ورنه واخیست او پر ده یې ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتېدل.

هندوستان ټایمز همدا رنګه د هندي چارواکو له قوله لیکي چې تېره ورځ په اوړي سیمه کې له پاکستان سره د کنترول پر لیکه د پاکستان له لوري ډزې نه دي شوي.

خو د سیمې اوسیدونکي بیا هم په وېره کې وو او د حکومت لخوا خوندي ځایونو ته لېږدول کېدل.

ورځپاڼه لیکي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پاکستان لخوا د توپچي ډزې د کنترول لیکې ته نږدې سیمې په نښه کوي، چې له کبله یې تر دې دمه کابو ۱۰۰۰ تنه بې ځایه شوي دي.

د دې کسانو لویه برخه په هغو څلورو خوندي ځایونو کې راټول دي چې حکومت ورته برابر کړي.

ایران ډيلي ورځپاڼه

د ایران ډيلي ورځپاڼه د دې هېواد د پوځ د مشر له قوله لیکي چې تهران او دمشق دواړه دې ته چمتو دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غوښتنه په ټوله سوریه کې د یوې میاشت لپاره اوربند پلی کړي.

خو ورځپاڼه د همدې چارواکي له قوله زیاتوي چې د پلازمینې دمشق په هغو سیمو کې به پوځي عملیات روان وي چې، د ده په خبره، د ترهګرو ډلو په ولکه کې دي.

ملګرو ملتونو د شنبې پر ورځ په ټوله سوریه کې د بېړنیو بشري مرستو د رسولو لپاره د یو میاشتیني اوربند غوښتنه کړې وه.

خو په قرارداد کې ویل شوي وو چې د القاعدې، داعش او النصره جبهې پر ضد عملیات کېدای شي دوام وکړي.

ورځپاڼه د ایران د پوځ مشر جنرال محمد باقري له قوله لیکي، د ملګرو ملتونو د قرارداد وړاندې کوونکي په اصل کې نه غواړي چې په دمشق کې مېشتې ترهګرې ډلې ماتې وخوري.

دی تور لګوي چې یو شمېر هېوادونه په سوریه کې سوله نه غواړي، او هر کله چې د سوریې حکومتي ځواکونو د ترهګرو ډلو په ځپلو کې پرمختګ کوي، دا هېوادونه د اوربند غوښتنه راپورته کوي او په دې توګه د ترهګرو ملاتړ کوي.

خو ده زیاته کړه چې له دې هر څه سره سره به بیا هم د ملګرو ملتونو په غوښتنه یو میاشتیني اوربند ته غاړه کېږدي.

اړونده مطالب

ورته مطالب