پر اردوغان ځکه نیوکې شوې چې نجلۍ ته یې د 'شهادت' خبره کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلي اردوغان دغه څرګندونې د خپل ګوند غونډه کې کړې.

د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان له دې کبله نیوکې شوې، چې یوې نجلۍ ته یې وویل، که شهیده شي، نوم به یې لوړ شي. په پوځي دریشۍ کې هغه ماشومه سلګیو نیولې وه او ښاغلي اردوغان د خپل 'عدالت او پرمختیا ' ګوند په غونډه کې، چې ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروله هغې ته وویل:

که شهیده شوې، دوی به دې پر قبر بېرغ ودروي.

د اردوګان ملاتړو ورغبرګه کړه:

''مشره موږ عفرین ته بوځه! ''

د دوی اشاره د سوریې عفرین نومي سیمې ته وه، چې ترک ځواکونه پکې له کورد وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

د ښاغلي اردوغان دغه خبرې له ماشومانو سره 'زور زیاتی ' اود ویاړ په توګه د مرګ یادول بلل شوي دی.

ماشومه دغو مراسمو کې په پوځي یونیفورم کې ناسته وه، چې د ښاغلي اردوغان پام ورواوښت او د ګوند کانګریس غونډې سټیج ته یې وبلله:

''ته ګوره دلته څه وینې، دلته څه کوې؟ موږ دلته خپل سرو خولیو والا( د ترکیې ځانګړو ځواکونو سرو خولیو ته په اشارې سره) لرو او دوی نه ژاړي. دې پر خپل جیب د ترکیې بیرغ هم ټومبلی او که دا شهیده شوه، دوی به یې انشاالله پر قبر جنډه ودروي. ''

ښاغلي اردوغان له ماشومې وپوښتل چې هر څه ته چمتو ده؟ او هغې د 'هو ' ځواب ورکړ.

ترکي ځواکونه د سوریې شمال کې عفرین ته ور اوښتي

ترکیې د ترهګریزو اړیکو په تور ۲۷۰۰ کسان له هېواده ایستلي

امریکا او ترکیې د یو بل وګړو ته ویزې ور کول وځنډول

رجب طیب اردوغان له هغه وروسته ماشومه پر مخ ښکل کړه او هغه خپلې څوکۍ ته ستنه شوه.

د خواله رسنیو کاروونکو د ښاغلي اردوغان دغه څرګندونې له ماشومانو سره زور زیاتی تعبیر کړې او د ټویټر یوه کاروونکي لیکي:

''دا ډېره بده ده، بلکې شرم دی، دا ماشومه ده او ته حق نه لرې د مړینې هیله ورته وکړې او د دې لپاره دا حق هم نه لرې، چې انشاالله ووايې. ''

د انځور حقوق EPA
Image caption د غونډې بهیر په ژوندۍ بڼه پر ټلویزیون خپرېده

د بي بي سي ترکي څانګې اونور ارم وايي، دا لومړی ځل دی، چې ترکیې کې د د شهادت یادونې له کبله پر ښاغلي اردوګان نیوکه کېږي، که نه دغه هېواد کې د دندې پر مهال هر وژل شوی پوځي او پولیس شهید بلل کېږي.

ارم زیاتوی، د ښاغلی اردوغان مخالفان پر نوموړي له دې کبله هم نیوکې کوي، چې په وینا یې نوموړي د سیاسي هدفونو لپاره د وژل شویو پوځیانو یادونه کوي، خو خپل زامن یې له پوځي خدمته ډډه کوي.

ورته مطالب