پاکستان: افغان کډوال د خپلو سیاسي ګټو لپاره نه کاروو

افغان پلاوی

د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ وايي، هېواد يې هلته مېشت افغان کډوال کله هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي ګټو لپاره نه دي کارولي. نوموړی وايي، د کډوالو ستونزه سیاسي نه، بلکې له بشریت سره تړلې ده.

د پاکستان د کډوالو چارو وزیر دا خبري له هغه افغان پلاوي سره خبرو کې کړې، چې د اسلام اباد د یوه څېړنیز مرکز په بلنه په غیررسمي سفر پاکستان ته راغلی.

له یاد پلاوي سره خبرو کې ښاغلي بلوڅ وویل، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ترهګرۍ په پېښو کې هيڅ لاس نه لري او په ورته وخت کې يې د افغان دولت د هغې هیلې هرکلی وکړ، چې په دوو کلونو کې به له پاکستانه ټول کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوي.

افغان دولت بیا بیا ویلي، پاکستان دلته مېشت کډوال تل د خپلو سیاسي ګټو لپاره کارولي دي. بل لور ته نژدې یوه اونۍ وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هیله څرګنده کړې وه، چې په پاکستان کې مېشت ټول افغان کډوال به په راتلونکو دوو کلونو کې بېرته هېواد ته ستانه کړي.

"زرګونو ستنو شویو افغان کډوالو ته کار مومو"

راتلونکې میاشت پاکستان کې ناثبت شوي افغان کډوال ثبتېږي

پاکستان بې اسناده افغان کډوال ثبتوي

د اسلام اباد په غیر رسمي سفر کې د ولسي جرګې غړې هیلۍ ارشاد له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دغه ډول غیررسمي سفرونه که لويې نه وي، وړې لاس ته راوړنې لرلی شي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

په اسلام اباد کې د یاد څېړنیز مرکز مشر امتیاز ګل وايي، په دغه ډول سفرونو کې که څه هم لويې ستونزې نه هواريږي، خو کوچنۍ ستونزې اوارېدی شي او ورسره دواړه لوړي خپلو حکومتونو ته وړاندیزونه ورکولای شي.

یاد افغان پلاوی په غیررسمي سفر داسې مهال اسلام اباد ته راغلی، چې د کابل او اسلام اباد اړیکې او ورسره د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې تر یوه حده ترینګلې بلل کېږي.

دغه پلاوی چې له پاکستاني چارواکو سره به هم وويني، هیله من دي، چې که اسلام اباد لږ هم د تېر مهال ژمنې پلي کړي، ښايي اړیکې به يې یو ځل بیا سمې شي.

ورته مطالب