کلې کې د کډوالو بل پنډغالی

د فرانسې کلې کې پوليسو بي بي سي ته ويلي، د ځنګله سيمه کې ښايي د شپږو میاشتو موده کې بل کمپ یا پنډغالی هم جوړ شي، وايي لامل یې دا دی چې ډېر کډوال ورځي. فرانسوي چارواکو په ۲۰۱۶ کال کې هلته د ځنګله په نامه پنډغالی یا کمپ لرې کړی و، چې ۸ زره کډوال په کې اوسېدل. دوی په لاريو کې بريتانيا ته په قاچاقي د تلوهڅه کوله. اوس اټکل دا دی چې دې سيمه کې ښايي ۸۰۰ کډوال یو ځای شوي وي، چې دوه سوه یې يوازې تېرو دوو اوونيو کې ورسېدلي دي.