سعودي عربستان جګپوړي پوځي قومندانان له دندو شړلي

Saudi Arabia's King Salman bin Abdulaziz (C) د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي شنونکي وایي، شاهي حکومت په دې ګام سره غواړي نوي او ځوان کدرونه پر مهمو دولتي پوستونو وګماري.

سعودي عربستان د شپې ناوخته شاهي فرمانونو په ترڅ کې خپل جگپوړي پوځي قوماندانان له دندو شړلي، چې لوى درستيز هم په کې دى.

د هوايي ځواکونو، ځمکنيو ځواکونو اوهوايي مدافع ځواکونو قوماندانان هم د هغو کسانو په منځ کې دي چې له دندې شړل شوي دي.

په سیاسي او پوځي برخو کې د هغو پراخو بدلونونو له کبله چې اعلان یې تېره شپه ناوخته په ناڅاپي ډول وشو، کابو څلوېښت کلیدي پوستونه اغېزمن شوي دي.

د سعودي خبري اژانس په وینا، جنرال فیاض بن حامد الرُویلي د پوځ نوی لوی درستیز ټاکل شوی دی. همدا رنګه د ځمکني پوځ او هوایي ځواک لپاره هم نوي مشران ټاکل شوي.

د اقتصاد وزارت او نورو امنیتي وزارتونو لپاره هم نوي مرستیالان ټاکل شوي دي.

سعودي کې لومړی ځل د فېشن نندارتون

سعودي عربستان تفریحي فعالیتونو کې ۶۴ میلیارده پانګونه کوي

همدارنګه د سعودي عربستان په تاریخ کې په لومړي ځل یوه مېرمن د مرستیالې وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

سعودي شنونکي وایي، شاهي حکومت په دې ګام سره غواړي نوي او ځوان کدرونه پر مهمو دولتي پوستونو وګماري.

د سعودي پاچا سلمان په روانه واکمنۍ کې دا د پراخو بدلونونو او اصلاحاتو لومړۍ بېلګه نه ده.

د ډېرو پر باور د دې پرېکړو تر شا د نوموړي د زوی شهزاده سلمان لاس دی.

د یمن په روانه جګړه کې د سعودي ښکېلتیا هم د شهزاده سلمان پرېکړه وه او په دې کار سره یې د خپل هېواد هغه دود مات کړ چې تل به یې له احتیاطه کار اخیست.

سعودي عربستان که څه هم په دې توانېدلی چې حوثي یاغیان د یمن له سویلي برخو وشړي او پخوانی واکمن نظام بېرته واک ورسوي، خو روانه جګړه د یمن لپاره پر یوه بشري ناورین بدله شوې او د اقتصادي کړکېچ په دې وخت کې یې د سعودي عربستان پر خزانه هم لوی فشار اچولی.

سلمان په ۲۰۱۵ کال د سعودي عربستان پاچا شو او هغه مهال یې ۲۹ کلن زوی دفاع وزیر وټاکه. له دفاع وزیر کېدو وروسته د محمد بن سلمان لومړی کار په یمن کې د جګړې پیلول وو.

پراخ بدلونونه

سباستین اشر

بي بي سي کې د عربي نړۍ اډیټر

دا د سعودي بنسټونو کې یو بل لوی ترمیم دی چې د پاچا سلمان د واکمنۍ پرمهال پیل شوی، همداشان ددې کار تر شا د پاچا سلمان د زوی او ولیعهد ممد بن سلمان لاس هم دی.

د یمن شخړه کې د سعودي عربستان مداخله هم د هغه کار و، دی غواړي چې خپل هېواد ورو - ورو له پخواني دود راوباسي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption یمن کې د سعودي عربستان د پوځي عملیاتو نژدې درې کاله تېرېږي

ورته مطالب