د سرې دیوي وروستي مراسم: مینه والو یې وروستی دیدن وکړ
۲۱ کاله مخکې په همدې ورځ، یانې د فبرورۍ پر ۲۸ مه د سرې دیوې (جدايي) یا بېلتون نومي فلم نندارې ته وړاندې شو او نن ۲۸ فبروري یې د هند ممبۍ کې وروستي مراسم تر سره شول.
وروستي دیدن ته یې زرګونه مینه وال ورغلي وو.
ممثله تنوجا له خپلې لور تنیشا مکرجي سره یو ځای
وروستیو مراسمو کې یې د خپل خپلوانو تر څنګ د بالیووډ مشهورو څېرو هم ګډون درلود.
ممثل انیل کپور د سرې دیوي له مړي سره
د ممبۍ پر سړکونو د سرې دیوي مینه والو ګڼه ګوڼه لیدل کېږي.
ممثله کاجول له خپل ممثل میړه اجې دېوګن سره یو ځای مراسمو ته راغلې
ممثله مادهوري ډکشت او میړه یې
ممثله مادهوري ډکشت له میړه سره یو ځای د سرې دیوي وروستیو مراسمو ته راغلې وه.
ممثله تبو له همکارې سره
د عکس سرچینه، DIVYAKANT SOLANKI/EPA
ممثل سنجې کپور خواشینی ولاړ دی
۵۴ کلنه سرې دیوي دوبۍ کې د لامبو ټب کې د ډوبېدو له کبله ومړه، لیور یې ممثل سنجې کپور وروستیو مراسمو کې لیدل کېږي.
هیما مالني هم دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
ممثله ایشوریا رای بچن وروستیو مراسمو ته د ورتګ په حال کې.
دیپیکا پاډوکون له همکارانو سره
د عکس سرچینه، EXPANDABLE/PR
د جیکلین فرنانډس په ګډون د بالیووډ یو شمېر ځوانو فلمي لوبغاړو هم مراسمو کې ګډون درلود.
ممثله ریکها
د عکس سرچینه، EXPANDABLE/PR
ممثله روینه ټنډن تورو کالیو کې مراسمو ته راغلې وه.