له اوربند سره هم سوریې کې جګړه
له اوربند سره هم سوریې کې جګړه
د سوریې په ختیځه غوطه کې، د جګړې درولو لپاره هڅې راغلې او ولاړې خو جګړه بنده نه شوه. په دغه ځای چې یاغیان یې واک لري، ولسي خلک ایسار دي. نه څوک ترې وتلی شي او نه هم بشري مرستې خلکو ته رسېږي.
روسان د اوربند ماتېدو پړه پر یاغیانو اچوي خو د اوریند له پیل وړاندې لا، دغه سیمه د حکومت تر سختو بمباریو لاندې وه. اوس په سیمه کې څاروونکي وايي، له هغه وړاندې چې دوې ورځې وړاندې د اوربند اعلان وشو، په دوو سیمو کې نښتې ډېرې سختې وې.