رواندا "۷۰۰ مزاحمې کلیساوې وتړلې"

د رواندا ډېری وګړي مسیحیان دي د انځور حقوق AFP
Image caption د رواندا ډېری وګړي مسیحیان دي

په رواندا کې چارواکو شاوخوا ۷۰۰ هغه کلیساوې بندې کړې چې د ودانیزو چارو قوانین یې نه دي مراعات کړي او غورېږ لامل ګرځېدلې.

ډېری دغه کوچنۍ کلیساوې د پروتستانت پنځوسمې خوځښت اړوندې دي. رواندا کې یو جومات هم بند شوی.

یوه حکومتي چارواکي بي ب‍ي س‍ي ته ویلي، ځینې دا کلیساوې به وروسته تر هغه بېرته پرانیستل شي چې د څارونکو له ارزونو وروسته دوی ډاډه شي چې قوانین مراعاتوي.

د نویو لایحو له مخې،‌ ټول دعوتګر باید د کلیسا له پرانیستلو مخکې مذهبي تمرینونه ترسره کړي.

د پروتستانت پنځوسمې په نوم د اړوند خوځښت کلیساوې رواندا کې په ډېرېدو دي.

جرمن کلیوال غواړي 'هټلر زنګ' پر ځای پاتې شي

په اسټرالیا کې اسلام ضد ډلې پر انګلیکن کلیسا برید وکړ

ځینې کلیساوې هره ورځ زرګونه کسان ورجذبوي، خو ځینې نورې بیا له حکومتي اجازې پرته په شاندار ډول جوړې شوې دي.

د کلیساوو پر مشرانو له دې اړخه هم نیوکه وه چې ګني ځینې وخت د عبادت کوونکو ورجذبولو په پلمه لاسپیکرو ک اعلانونه کوي.

Image caption له بندو شویو کلیساوو یوه دا ده

یوه حکومتي چارواکي جاسټوس کانجواګي بي بي سي ته وویل، دوی په ساده ژبه له کلیسواوو د یو لړ قوانینو پلې کولو غوښتنه کړې.‌

دی وايي، د کلیساوو ودانۍ عبادت کوونکي په خطر کې اچوي چې دا ډول کلیساوو ته اړتیا نه شته او ښايي چې "عبادت کوونکو ته لوی خطر رامنځ ته کړي".

"نیوز ټایمز" ورځپاڼې ویلي، ځايي چارواکو دا کار ځکه کړی چې رواندا کې د واکمنې شورا ملاتړ ورسره دی.

په دې هېواد کې واکمنې شورا ویلي، باور لري چې نژدې ۷۰۰ کلیسواګانې په ناقانونه توګه کار کوي.

د ویلو ده چې په رواندا کې ډېری وګړي عیسویان دي، خو ګڼ نور په ټولنه کې د نورو دود شويو مذهبونو لارویان دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب