ښايي پاکستان پر طالبانو د سولې وړاندیز منلو ته فشار ډېر کړي
اېکسپرېس ټريبيون:
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي پاکستان له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په تړاو د ولسمشر غني وروستي دريځ ملاتړ کړى او په دې برخه کې يې د آسانتيا برابرولو ټټر وهلى.
ورځپاڼه وايي د ولسمشر غني له څرگندونو څو ساعته وروسته اسلام آباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان ملي امنيت سلاکار ناصر خان جنجوا سره وکتل او ښاغلي زاخېلوال ته د سولې د خبرو اترو د ملاتړ ډاډ په همدې کتنه کې ورکړل شو.
د ورځپاڼې په وينا د ترينگلو اړيکو سره سره پاکستان او افغانستان په دې وروستيو کې د پردو تر شا گډو ټکو موندلو لپاره سخت کار کړى.
اېکسپرېس ټريبيون ليکي، داسې باور دى چې پاکستان پر طالبانو د سولې وړانديز منلو لپاره فشارونه ډېر کړي.
پاکستاني چارواکو ورځپاڼې ته ويلي دا بهير به ډېر سخت او له خطرونو ډک وي.
نيويارک ټايمز:
نيويارک ټايمز هم د سولې خبرو اترو په برخه کې د ولسمشر غني وينا مهمه بللې او ليکلي يې دي چې په دې برخه کې د بري چانس ډېر کم برېښي خو افغان حکومت له دې وړانديز سره نړيوالو ته دا څرگندول غوښتل چې خبرو اترو ته چمتو دى.
د ورځپاڼې په وينا افغان حکومت غوښتل د "کابل بهير" غونډې گډونوال وهڅوي چې د سولې وړانديز منلو لپاره پر طالبانو فشار واچوي.
ولسمشرغني وايي طالبانو سره د سولې لپاره مخکې شرط نه لري او د سیاسي ګوند په توګه یې مني. (ویډیو د ارګ ده)
د ورځپاڼې په وينا امريکا پر طالبانو پوځي فشار ډېر کړى نو افغان حکومت اړ و چې د امتيازونو د ورکړې اعلان وکړي.
گارډين:
بريتانيوۍ گارډين ورځپاڼې د يوه ١٦ کلن افغان کډوال په تړاو مطلب خپور کړى چې بريتانيا ته يې د کډوالۍ غوښتنليک رد شوى.
دغه هلک د فرانسې "کلې" ښار کې د کډوالو په يوۀ پنډغالي کې دا غوښتنليک سپارلى و.
ورځپاڼه وايي دغه هلک چې له رواني يا ارواحي فشاره کړېږي او درې ځله يې د ځانوژنې هڅه هم کړې اوس د مرافعې په محکمه کې يې د استيناف غوښتنه کړې. د گارډين په وينا که د دغه افغان ماشوم قضيه په محکمه کې بريالۍ شي نو دا به د اروپا په لروبر کې زرگونو نورو ماشومانو لپاره هيلې را وټوکوي.
دغه ماشوم ويلي پلار يې له بهرنيو سره د اړيکو په تور تښتول شوى او ده درې کاله وړاندې افغانستان د اروپا په تکل پرېښى.
ویډیو, ولسمشرغني وايي طالبانو سره د سولې لپاره مخکې شرط نه لري او د سیاسي ګوند په توګه یې مني, موده 4,44
افغان ولسمشر اعلان کړی چې د ملي وحدت حکومت چمتو دی له طالبانو سره اوربند وکړي او دغه ډله د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.