د یمن درې کلنه جګړه او بشري ناورین
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د یمن درې کلنه جګړه او بشري ناورین

په عرب نړۍ کې یو تر ټولو بې وزلی هېواد، اوس تر ټولو ځپل شوی هم دی. د هغې پر سر، بشري ناورین هم پکې روان دی. په یمن کې دا دریم کال دی چې کورنۍ جګړه ده. ملګري ملتونه وايي، ۲۲ میلیونه خلک، چې ټول نفوس دریمه برخه کېږي، بیړنیو جدي مرستو ته اړ دي. دغلته هوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي، له حکومت پلوو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. د حکومت ملاتړ یې بیا سعودي کوي.