ډان: پاکستان دې د غني ښېګڼه په ښېګڼې ځواب کړي

. د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼۍ ایکسپریس ټربیون د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د بیا پيل امکانات زیات شوي دي. ورځپاڼې ددغو سرچینو په حواله چې باخبره بلل شوي ویل شوي چې د دواړو لوریو ترمنځ وروستي پیغامونه بنسټیز پرمختګ دی.

ورځپاڼه وړاندې زیاتوي سرچینو ورته ویلي چې په وروستیو میاشتو کې افغان حکومت هڅه کړې چې د مذهبي مشرانو په مرسته په پټه هڅه کړې چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

ورځپاڼې په دې برخه کې داسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له هڅو هم پرده پورته کړې او زیاتوي حکمتیار هم هڅه کړې چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

نیویارک ټایمز: پاکستان تر فشار لاندې دی

پاکستان وایي اقتصادي بندیزونه پرې نه لګېږي

پاکستان: غواړو طالبان او حقاني شبکه افغانستان ته ستانه شي

ایکسپریس ټربیون د یادو سرچینو په حواله لیکي د کابل بهیر په غونډه کې طالبانو او پاکستان ته دافغان ولسمشر محمد اشرف غني بلنه دا ښيي چې افغان لوری د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول خبر دی او کولی شي چې د تېر په څېر په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

دغو سرچینو ایکسپریس ټربیون ته ویلي چې پلان داسې دی چې د خبرو له رسمي پيل له اعلان وړاندې به یو لړ مهم مسایل هوار شي او په دې برخه کې د دیني عالمانو او منځګړو رول ډیر مهم دی.

منځګړي به د اوربند وړاندیز وکړي چې امریکا او د سیمې نور هېوادونه به یې ملاتړ وکړي.

همدې ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه آصف هغه څرګندونې را اخستې چې وايي هېواد یې چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د آسانچاري رول ولوبوي.

ده ویلي له سیاسي پلوه طالبان اوس د افغانستان یو واقعیت دی.

هندۍ ورځپاڼې (The Hindu)

د انځور حقوق >

هندۍ ورځپاڼې (The Hindu) خپله سرمقاله طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته ځانګړې کړې او زیاتوي چې دا ځل شرایط او وړاندیز بدل ښکاري چې له مخې یې دواړه لوري له کنګل حالته د راوتلو چانس لري.

ډان

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان هم خپله سرمقاله دې موضوع ته ځانګړې کړې او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وړاندیز ستاینه یې کړې.

ورځپاڼه دغه وړاندیز زړور بللی، ډان له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ښاغلي غني ښیګڼه په ښیګڼې ځواب کړي.

د نیویارک ټایمز

د انځور حقوق Getty Images

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې د ترهګرو دملاتړو هېوادونو په لست کې د پاکستان د شاملو په اړه یوه مطلب کې لیکي:

چې په دغه لسټ کې د پاکستان د نه شاملولو له ملاتړ د پاکستان ملاتړو هېوادونو چین او سعودي عربستان په ناڅاپي توګه لاس واخست او په جون میاشت کې به پاکستان په دې لست کې شامل کړل شي.

پاکستاني طالبانو د خالد مسید وژل کېدل منلي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: طالبان نور د دوی خاورې ته اړتیا نه لري

افغان چارواکي وايي، اسلام اباد اوس طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني

واشنګټن لا هم له طالبانو سره د سولې په تمه دی؟

په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي چې بیا به پاکستان یو کال وخت ولري چې وښيي د سخت دریځو ډلو پرضد عملا لاس په کار شوی، د هغوی د مالي ملاتړ مخه یې نیولې ، مشران یې محاکمه شوي، او که داسې ونه کړي نو پاکستاني بانکونه به لکه د ایران او شمالي کوریا بانکونه له بندیز سره مخامخ شي ، نړیوال مارکیټ ته به د پاکستان لاس رسی سخت شي.

د لیکوال په باور په دې برخه کې د ترهګرۍ دمالي ملاتړ د مخنیوي د نړیوالې ادارې د تېرې اونۍ پریکړه یوه درنه څپېړه ده چې هدف یې هغه وسله والې ډلې دي چې د پاکستان پوځ یې پالي او په افغانستان کې د امریکا د ګټو او په کشمیر کې د هند د ګټو پرخلاف جګړه کوي.

ورته مطالب