محکمې یوه ناوې ۱۱۵ زره ډالره جریمه کړه

ناوې فکر کاوه، د عکاسۍ کمپنۍ خدمتونه مناسب نه وو
د عکس تشریح،

ناوې فکر کاوه، د عکاسۍ کمپنۍ خدمتونه مناسب نه وو

کاناډا کې یوې محکمې د دغه هېواد یوه ناوې له دې کبله لسګونه زره ډالره جریمه کړې، چې د یوې عکاسې خلاف یې انلاین کمپاین چلولی او د هغې کاروبار اغېزمن شوی دی.

محکمې ویلي، ناوې ایمیلې لیاو د عکاسې اغلې چین خلاف انلاین ملنډې وهلې دي او باید نوموړې ته د تاوان په توګه ۱۱۵ زره ډالره ورکړي.

اغلې لیاو د اماره ویډینګ نومې کمپنۍ خلاف چې ودونو کې د فوټو ګرافۍ اړوند خدمتونه وړاندې کوي، تر یوه کاله پورې انلاین کمپاین کاوه.

قاضي ویلي، اغلې لیاو د رخې او بدنیتۍ له احساس سره د عکاسې پر کاروباري اعتبار لفظي بریدونه کړي دي. د قاضي په وینا عکاسه اړ شوې، چې د ۲۰۱۷ لومړیو کې خپل کاروبار وتړي.

د محکمې اسناد ښيي، چې اغلې لیاو د عکاسې په اړه په چینايي او انګلیسي ژبو لیکلي:

''اماره ویډینګ او څښتنه یې مشتریانو سره ټګي برګي کوي، ناوړه تکتیکونه کاروي او دروغ وايي ''.

اغلې یاو او مېړه یې د تصویرونو لپاره نیمې پاتې پېسې هم نه دي ورکړې، خو کمپنۍ څښتنې اغلې چین د واده لپاره میک اپ، د ویښتانو جوړولو ګلانو او خدمات وړاندې کړې.

له واده وروسته کمپنۍ له جوړې وغوښتل، چې پاتې پېسې ورکړي او که نه دوی به یې پر تصویرونو کار و نه کړي.

اغلې لیاو او مېړه یې نه یوازې د پېسو له ورکړې ډډه کړې، بلکې ۲۰۱۵ کال کې یې محکمه کې عریضه کړې وه او په ورته مهال یې پر خواله رسنیو د کمپنۍ خلاف کمپاین پیل کړی و.

د عکس تشریح،

اغلې لیاو د چینايي او انګلیسي ژبې پر خواله رسنیو دغه تورونه لیکلي وو

محکمې د اغلې لیاو عریضه رد کړه او د کمپنۍ د پېسو غوښتنې دعوی یې منلې ده. که څه هم له پرېکړې یوه اونۍ وروسته اغلې لیاو پر خواله رسنیو بښنه وغوښته، خو کمپنۍ څښتنه اغلې چین وايي:

''څه زیان چې ما ته رسېده، هغه خو له مخکې ورسېد او اوس یې بېرته هېڅوک نه شي ګرځولای، خو غوښتل مې ثابته کړم، چې خلک د انټرنېټ له لارې څه وايي، باید پایلو منلو ته یې هم چمتو شي.''