لوېديځ ته د پوتين خبرداری
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لوېديځ ته د پوتين خبرداری

سپينې ماڼۍ د ولسمشر پوتين د هغه ټينګار غندنه کړې، چې ګواکې روسيه يو نوی نسل اتومي وسلې جوړوي.

ولسمشر پوتين وايي دا وسلې چې تر اوبو لاندې کارېدونکی ډرون، او داسې توغندی هم په کې دی، چې د غږ چټکۍ پرتله پنځه ځله تېز دی، او ښايي د امريکا د توغنديو دفاعي سپر سيستمه تېر شي، او د نړۍ لروبر موخه ويشتلی شي.

ده ويلي دا وسلې يا چمتو دي، يا هم د جوړولو حال کې دي. پنټاګون وايي دوی يوازې د هغه څه پخلی کولی شي، چې دوی له وړاندې پرې پوهېږي.

چارواکو يې پر مسکو تور لګولی چې له کلونو راهيسې له خپل تړونه په څرګندو سرغړونو د ناراميو زېږولو وسلې جوړوي.

اړونده مطالب