پوتین ولې د امریکا پر فلوریډا بم غورځول غواړي؟

د انځور حقوق Russian Government
Image caption د روسیې ولسمشر کلنۍ وینا کې دا ویډیو خپره کړه.

د روسیې ولسمشر د خپل هېواد له نویو اتومي وسلو پرده پورته کړه.

په ګرافیک ویډیو کې داسې ښکاري چې دغه رادار تېر باسونکي توغندي د امریکا د فلوریډا ایالت په لور پورته کېږي.

پوښتنه دا ده چې کرېملین ولې د کوم شوني جنګ په صورت کې داسې ایالت په نښه کوي چې د لمر ځلا ورته وايي.

فلوریډا کې د سیلګرۍ سیمې دي، چې والټ ډزني ورلډ او ایوور ګلېډز نېشنل پارک هم پکې دي.

* اتوم برید کې ځان څنګه وژغورو؟

* د نړۍ اتومي وسلې له چا او چا سره دي؟

دلته څو مهمې موخې هم دي چې پکې د ولسمشر ټرمپ ماره لاګو ماڼۍ هم راځي، داسې پناځی لري چې له اتومي وسلو سړی پکې بچېدلی شي.

د امریکا دفاع وزارت ویانده د ولسمشر پوتین خبرې حیرانوونکې نه بولي.

ډانا وایټ د روسیې دا خبرداري بې اهمیته بولي او زیاتوي: امریکايي ولس په دې پوهېږي چې موږ پوره تیار یو.

د روسیې د ولسمشر په دې ویډیو کې د انیمېشن له مخې ښکاري چې نوې وسله یې د امریکا په لور ځي.

له اتومي وسلو د پټېدو ځای

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ له اتومي برید د ځان ساتلو لپاره ماره لاګو کې پټنځی لري.

ولسمشر ټرمپ په فلوریډا ایالت کې له اتومي وسلو د خوندیتوب لپاره څو اتومي پټنځي جوړ کړي دي.

کله چې ولسمشر شوی له هغه راهیسې یې دلته څو رخصتۍ هم تېرې کړې دي.

ماره لاګو جوړوونکو پر ۱۹۲۹ کال د کوریا د جګړې پر مهال هم دلته درې پټنځي جوړ کړي دي.

په ګالف کورس کې له بم د پټېدلو لپاره د ولسمشر ټرمپ بل پناځی له لوېدیځ پام سمندرغاړې څو میله لرې پروت دی.

یو بل هم د امریکا د پخواني ولسمشر جان اېف کنېډې لپار جوړ شوی و چې تر ماره لاګو ډېر لرې نه دی.

* که اتومي برید وشي، ټرمپ به چېرې پټېږي؟

* د پوتین او ټرمپ بله لیدنه چې له رسنیو پټه پاتې وه

دا له پام بیج کور لس مینټه واټن سره پروت دی، چې ډېر وخت به جان اف کنېډې پکې اړول.

کارپوهان وايي، یو پټنځی هم د نېغ اتومي برید مقابله نشي کولی.

یو بل پوځي هدف هم د امریکا مرکزي قومنداني کېدلی شي چې ټامبا کې یې لوی دفتر میکډل هوايي اډه ده.

د سینټکام په نوم دا اداره د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او لوېدیزې افریقا د چارو مسوولیت لري.

فلوریډا به په نښه شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر پوتین وايي، نه ماتېدونکي اتومي وسلې یې جوړې کړې دي.

خو شنونکي وايي، چې اتومي جګړه کې د فلوریډا په نښه کولو امکان کم دی.

میتیو کروینګ په خپل کتاب ( د امریکا د اتومي ستراتیژۍ منطق یا د لاجیک اف امریکن نیوکلیز سټریټیجي) کې وايي، روسیه غوره دا بولي چې د امریکا د غچ اخیستلو وړتیا په نښه کړي.

د هغه په اند، روس ښايي د امریکا اتومي سلاکوټونه په نښه کړي:

"د موتانا مالسټورم هوايي ډګر، شمالي ډیکوټا کې مینوټ پوځي اډه او ماها کې د افټس هوايي ځواکونو اډه کې د امریکا د ستراتیژیکې قومندو مرکز، نبراسکا، او وارن کې د هوايي پوځ اډه چې پولې یې له ویامنګ، کولاراډو او نبراسکا سره لګېږي په نښه کېدلی کېدلی شي".

هغه لیکي، کرېملین به د امریکا اوبتلونه اډې هم په نښه کړي، چې یوه واشنګټن کې بینګو اډه ده، بله هم په جورجیا کې ده. پر دې سربېره امریکا کې نږدې ۷۰ نورې پوځي اډې هم دي.

د هغه په خبره، د واشنګټن ډي سي د قومندې او کنټرول مرکز اصلي نښه ده، خو پر دې سربېره به روسیه د امریکا ۱۳۱ ګڼ مېشتي ښارونه په نښه کړي چې په دې سره یې صنعتي وړتیا له منځه یوسي او ډېر ورانی ور واړوي.

د ستراتیژیکې مطالعې نړیوال انستیتوت یو غړی مارک فټز پیټریک بي بي سي ته ویلي چې د فلوريډا په نښه کوونکې ویډیو خپرول د جنګي ستراتیژۍ برخه نه ده:

"دا یو پیغام دی، یو سمبول، یواځې یوه بېلګه ده".