هند کې د کمونیستانو د سیاست پای

د تریپوره اعلی وزیر مانک سرکار له ډېرو مخلصو او رښتینو سیاسي مشرانو یو بلل کېږي د انځور حقوق EPA
Image caption د تریپوره اعلی وزیر مانک سرکار له ډېرو مخلصو او رښتینو سیاسي مشرانو یو بلل کېږي

د هند تریپوره ایالت اسمبلۍ ټاکنو کې بي جي پي ګوند په لوی اکثریت مارکسي کمونیست ګوند ته ماتې ورکړې او ورسره دغه ایالت کې د کمونیستانو ۲۵ کلن واک پای ته ورسېد.

بي جي پي دغه ایالت کې داسې حال کې ۴۲ سلنه رایې ګټلې، چې د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې یې ایله دوه سلنه رایې تر لاسه کړې وې. ترپيوره، میګهاله او ناګالنډ درې ایالتونو دي، چې د اسمبلیو لپاره یې ټاکنې وشوې.

که څه هم د تریپورې اعلی وزیر مانک سرکار له ډېرو مخلصو کسانو یو بلل کېږي، خو دغه ایالت کې داسې حال کې واک د کمونستانو له لاسه وځي، چې د دغه ګوند واک اوس ټول هند کې یوازې تر کیراله پورې محدود پاتې شوی دی.

هندي کمونستانو له دې مخکې پر بنګال له ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته واک بایلود. بي جي پي اوس په بنګال کې د واک تر لاسه کولو هڅه کوي او په چټکتیا سره ځای مومي.

په هند کې د بدلون په اړه غبرګونونه

مودي: باید مسلمان ځوانان یوه لاس کې قران کریم او بل کې کمپیوټر ولري

ماهرین ګومان کوي، چې بنګال کې د کمونیستانو بېرته واک ته رسېدل نژدې ناشوني معلومېږي. بي جي پي ګوند په کېراله کې هم کمونستانو ننګوي.

د شنونکو په اند کمونیستان و نه توانېدل د تریپورې پر سیاسي حالت وپوهېږي، چې د دوی ۲۵ کلنې واکمنۍ پر مهال د جمود ښکار و او اټکل داسې و، چې ځوان کول به بدلون ته رایې ورکوي.

مارکسي کمونیست ګوند، کمونیست پارټي اف انډیا او یو شمېر نور کیڼ اړخه ګوندونو په هند کې پخوانی اشتراکي سیاست کړی دی. د دوی مفکوره له شوروي اتحاد او چین نه الهام اخیست.

داسې حال کې چې شوروي او چین دواړو خپله لار بدله کړه او مخکې لاړل، خو هندي کمونیستان د ۱۹۱۷ کال روسي انقلاب ته منتظر پاتې شول.

له بیوزلۍ او توکمیز توپیر سره هم هند ته کمونیست انقلاب رانغی، خو هندو توکمپال ګوند بي جي پي د هند په لر او بر کې خپل نفوذ خپور کړ. تېر کې د هند سیاست کې د کمونیستانو رول خورا مهم بلل کېده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هندي کمونستانو له دې مخکې پر بنګال له ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته واک بایلود.

یو مهال د دوی د نفوذ سیمه له پلازمېنې ډیلي پیلېده او تر بنګال، اترپردېش، بهار، پنجاب، اندراپردېش، مهاراشټر او کېراله پورې غځېدلې وه، خو اوس دوی یوازې تر کېراله پورې محدود شوي دي.

د شنونکو په اند کمونیست سیاستوال له ځمکنیو واقعیتونو بې خبره او د وخت اړتیاوو پوره کولو کې پاتې راغلي، چې له کبله یې د هند سیاست کې نفوذ له پامه غورځېدلی دی.

تریپوره کې د کمونیستانو ماتې به یوازې د بي جي پي د سترې بریا په توګه نه، بلکې ښايي هند کې د کمونیست سیاست له منځه تلو په توګه ذهنونو کې پاتې شي.