سعودي کې بوډا خطیب ولې له ممبره راکش کړل شو؟

ټویټر د انځور حقوق TWITTER

پر خواله رسنیو عرب فعالانو د سعودي ینبع ښار په یوه جومات کې د جمعې ورځې د خطبې پرمهال له ممبره د یوه بوډا خطیب په زور راکوزولو موضوع لاس په لاس کړې ده.

یو بوډا سړی د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال د سعودي عربستان ینبع ښار یوه جومات کې ممبر ته خېژي، خو ځینې کسان، چې امنیتي مامورین هم پکې دي، ورځي او په زور یې له ممبره راکوزوي.

د سعودي عربستان حکومتي سرچینو ویلي، په وېډیو کې لیدل کېدونکی سړی دماغي ناروغي لري او د رسمي امام په غیاب کې ممبر ته ختلی دی.

د سعودي عربستان ځینو وېبپاڼو لیکلي چارواکو دغه بوډا سړی خپلې کورنۍ ته سپارلی، چې درملنه او پالنه یې وکړي.

که څه هم حکومت خپلې څرګندونې کړې، خو ځینو ټویټر کارنو د پېښې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي.

د سعودي نجران یوه جومات کې ځانمرګی برید شوی

نبوي جومات کې د اسرائیلي عکس پر ټویټر غوسه راپارولې

د مکې مکرمې یوه جومات کې د ۱۴ کلن افغان زلمي 'ځانوژنه'

ځینو دا بوډا سړی له "دماغي پلوه ناروغ" بللی، چې د حکومت له اجازې پرته ممبر ته ختلی، خو ځینو نورو بیا ویليو چې ګني د حکومت پر سیاست تر نیوکې وروسته له ممبره په زور راکوز کړل شوی.

ځینو له ممبره ددغه سړي په زور د راکوزولو پر چارې نیوکه کړې او دا یې ښکاره سپکاوی بللی دی.

ورته مطالب