نوې سناتوره: مور پلار مې نه پوهېږي چې سناتوره څه ته وايي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption کرشنا کماري وايي، لا هم باور نه کوي چې سناتوره شوې.

د پاکستان د سیند ایالت د یوې وروسته پاتې سیمې د دلت توکم یوه غړې- چې په وروستیو ټاکنو کې سناتوره شوې- وايي، مور پلار یې نه پوهېږي چې سناتوره څه ته وايي او د پارلمان غړېتوب څه مانا لري.

کرشنا کماري د پاکستان د خلکو ګوند( پیپلز پارټي) غړې او په ټاکنو کې نومانده وه.

دغه ګوند په سیند ایالت کې ټاکنې وګټلې.

* د مبارزې سمبول ښځه

* 'د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه' ومړه

مېرمن کماري له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د خپل توکم خلک یې چې کور ته د مبارکۍ لپاره ورځي، نو مور پلار یې ورته وايي، چې لور ته یې ډېره لویه دنده میلاو شوې او ژر به اسلام اباد ته لاړه شي.

"زما کورنۍ او قوم مې ډېر خوشال دي او مټايي وېښي".

د کماري هم لا باور نشته

ر د انځور حقوق .
Image caption کرشنا کماري د داسې سیمې اوسېدونکې ده چې د نجونو زدکړې پکې ډېرې کمې دي.

کرشنا کماري خپلې سناتورۍ ته ډېره خوشاله ده او ايي دا هرڅه ورته لا هم یو خوب او خیال ښکاري:

"کله مې هم دا سوچ نه و کړی چې سناتوره به شم، تراوسه مې باور نه کېږي".

* لومړنۍ سناتوره چې پارلمان کې یې لور ته شیدې ور کړې

* ګوزڼ ځپلې پېغله غواړي د نړۍ په کچه سیاستواله شي

هغه زیاتوي چې له زدکړو وروسته یې دا فکر درلود چې ښه دنده ترلاسه کړي او خپل توکم ته خدمت وکړي.

نوموړې ودانګرۍ یا مهندسۍ کې لوړې زدکړې کړې او خپله سیمه کې ټولنیز خدمتونه کوي.

مېرمنو ته د خدمت هوډ

د انځور حقوق AFP
Image caption کرشنا کماري وايي، د خپلو خلکو اتیا سلنه ملاتړ لري.

سیند ایالت کې پر دلت سربېره د هندو لږکیو، بهیل، کوهلي، میګاوار او اود توکمونو خلک خورا غریب ژوند لري او ډېر کم یې لوستي دي.

د سیند په دغو لرې سیمو کې د بې وزلۍ له امله خلک پر نجونو زدکړې نشي کولی.

هغه په دې پوهېږي چې سناتوري تر ډېره د قانون جوړولو رول لري، ځکه به مشرانو جرګه کې د خپلې صوبې استازي کوي.

"په دې دندې سره به د خپلې صوبې د مېرمنو د زدکړې او روغتیا او د دوی د ستونزو د اوارولو لپاره ډېر څه وکړم".

کرشنا کماري وايي، چې د خپل توکم اتیا سلنه خلک یې ملاتړي دي او نږدې اړیکي ور سره لري.

اړونده مطالب