د سوريې غوطه کې کړکېچ

د سوريې غوطه کې کړکېچ

د سوریې دمشق ته نژدې په ختیځه غوطه کې، بمبارۍ لا نه دي درېدلي. ورسره نژدې لسګونه لارۍ چې په بېړنیو مرستو بار دي، بلاخر کولی شي سیمې ته ورشي او خلکو ته د اړتیا مواد ورسوي.

په غوطه کې چې واک یې له یاغیانو سره دی، ۴۰۰ زره خلک ایسار پاتې دي.

په اوونیو اوونیو یې، نه خواړه درلودل، نه درمل او نه هم بل څه. بمبارۍ اوس هم روانې دي او ولسمشر بشار اسد وايي دغه سیمه به له یاغیانو پاکوي.