د پاکستان او روس زیاتېدونکي اړیکي

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د دفاع وزیر له روسي سیال سره.

پاکستان او روسیه که یو وخت خپلو کې دوه بد سیالان و اوس د خپلمنځي ډيپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د نږدې کولو پلاني هڅه کوي.

په دغه کار سره نه یواځې د سیمې دودیز سیاسي او دفاعي چوکاټ بدلېږي، بلکې د مسکو د ګاز کمپنیو ته نوی بازار موندل کېږي.

رویټرز خبري اژانس په خپل څېړنیز رپوټ کې وايي، د اسلام اباد لور ته د مسکو پام خورا مهم وخت کې دی، ځکه د افغانستان په سر د پاکستان او امریکا ترمنځ واټن زیاتېږي.

دا حالت د ۱۹۸۰ کلونو اپوټه دی چې د افغان- شوروي جګړې پر مهال امریکا خپلې وسلې د پاکستان له لارې افغان مجاهدینو ته ور کولې او هغوی روسي پوځیان پر وژل.

د امریکا او پاکستان د اړیکو په خرابېدلو پسې که د مسکو او اسلام اباد د اړیکو زیاتولو هڅې په لومړي پړاو کې دي، چین د دې تشې د ډکولو هڅه کوي.

* روسیه څومره مهم نړیوال ځواک دی؟

* له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

خو د روس او پاکستان ترمنځ د انرژۍ او دفاع په برخو کې د همکارۍ ډېر چانس شته، چې د دواړو ترمنځ له لسګونو کلونو راهیسې مړو اړیکو کې د ژوند سا پوکلی شي.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان رویټرز ته ویلي: دا یو چانس دی.

د هغه په خبره، دواړو هېوادونو ته پکار ده په راتلونکي کې د دروازو د پرانیستلو لپاره پر تېرو معاملو کار وکړي.

اوسني ګرم اړیکي تر افغانستان تړلي، ځکه هلته روسیې له خپلو پخوانیو مخالفانو طالبانو سره اړیکي جوړ کړي چې په دودیز ډول پاکستان ته نږدې دي.

مسکو وايي، د خبرو له لارې افغانستان کې د سولې راوستلو هڅه کوي.

داعش؛ ګډه اندېښنه

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان پوځي چارواکي د روسې نوې چورلکه ګوري.

روس او پاکستان افغانستان کې د داعش په زیاتېدلو هم اندېښنه ښيي.

دوی وېرېږي چې دا ډله به د دوی امنیت ته سخت خطر پېښ کړي.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وايي، له مسکو سره د اسلام اباد د ډیپلوماټیکو اړیکو ګرمېدل د ګډو ټکو له امله دي او دا به راتلونکي کې ډېر پیاوړي شي.

* د پاکستان خلاف د امریکا نوي دریځ لامل څه دی؟

* "امریکا د پاکستان د ملکي او پوځي مشرتابه جاسوسي کړې"

تېره میاشت مسکو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په سفر کې دواړو هېوادونو د داعش زیاتېدونکي خطر ته د ځواب لپاره د ګډ دفاعي کمېسون جوړول اعلان کړ.

دوی د ګډو کلنیو مانورو پر جاري ساتلو هم هوکړه کړې، چې په ۲۰۱۶ کې پیل شوې دي.

پر دې سربېره یې د څلورو روسیو جنګي چورلکو او پاکستان کې جوړې شوې جي اېف ۱۷ جنګې الوتکې لپاره د روسي ماشینونو پر پلورلو هم هوکړه وکړه.

هند څه وايي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان او روسیې ګډې پوځي مانورې.

د پاکستان دودیز سیال او د روسیې دودیز ملګری هند د اسلام اباد- مسکو پر زیاتېدونکو اړیکو اندېښمن دی.

تېرو دوو لسیزو کې د نوي ډېلي او مسکو ترمنځ د اړیکو د نږدېدلو مهمه خبره دا وه چې روسیې پر خپل دفاعي شریک ډېره وسله وپلورله.

نوي ډېلي کې د یوې څېړنیزې ادارې غړی ششنات سرین- چې د افغانستان او پاکستان اړیکي څاري- وايي، که روسیه په سیاسي کچه د پاکستان پراخ ملاتړ پیل کړي، دې سره هند ته ستونزې جوړېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم د اسلام اباد او مسکو ترمنځ پر زیاتېدونکو اړیکو له غبرګون ښودلو ډډه کړې ده، خو تېر کې یې ویل چې د نوي ډېلي او مسکو ترمنځ اړیکي د وخت په غوښته ولاړ دي.

دواړه هېوادونه انرژي او دفاع کې اړیکي پیاوړي کوي او هم له هند سره د اتومي ریکټر برخه کې همکاري کوي.

له روسیې سره د همکارۍ دروازې پرانیستل د پاکستان لپاره په سیمه کې په ډیپلوماټیکه کچه د نوي ژوند په مانا دي، ځکه چې له ترهګرو سره د اړیکو په تور د لوېدیځو هېوادونو او اسلام اباد اړیکي خرابېږي.

د امریکا ملګرو- برتانیا، فرانسې او جرمني- هڅه وکړه د واشنګټن په غوښتنه د مالي کار ځواک( فاینېنشل ټاسک پورس) ناسته کې د پاکستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې زیات شي چې د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو ضد پوره کار کې ناکام دي.

د امریکا له لوري مالي کار ځواک( فاینېنشل ټاسک فورس) کې د پاکستان د نوم شاملولو په هکله پاکستاني چارواکي وايي، چې دا په نړیواله کچه د اسلام اباد د رسوا کولو هڅه وه.

له دي مخکي په جنورۍ کې امریکا پاکستان ته د دوو میلیارد ډالرو دفاعي او اقتصادي مرستې ور کول وځنډول.

تېروتنه سمول

ر د انځور حقوق AFP
Image caption روسیه کې پاکستاني پوځیان د مانورو پر مهال.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي، دا د اسلام اباد یوه تاریخي تېروتنه وه چې پر لوېدیځو هېوادونو د سل سلنه تکیا کولو پالیسي یې غوره کړې وه او اوس د جعرافیا له مخې نږدې هېوادونو لکه چین، روسیې او ترکیې سره اړیکي لا ډېر ښه کول غواړي.

خواجه اصف رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پاکستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ تاریخي بې انډولي سموي.

د ده په خبره، اسلام اباد یو مخ له لوېدیځ سره اړیکي نه ختموي، بلکې پالیسي انډولوي او د سیمې هېوادونو سره د اړیکو پیاوړي کولو خبره کوي.

د دفاع وزیر خرم دستګیر خان هم وايي چې د پاکستان پوځ په دودیز ډول د امریکا پر وسله تکیا و، خو اوس له روسیې د خپلو دفاعي اړتیاوو له پوره کولو پرته بله لار نه لري.

له امریکا سره تر اړیکو خرابېدلو مخکې پاکستان د چین لور ته منډه کړل، چې په یوه ستره پورژه یې د شپېته میلیارد ډالر پانګونې پلان لري.

ځینې شنونکي وايي، چې اسلام اباد دا مهال پر بېجینګ هم له ډېرې تکیا تښتي.

سټاک هوم کې د نړیوالې سولې څېړنیز مرکز شنونکی پيتر توپیچکانوف وايي، پاکستان د قطر او فلیپین په څېر هېواد دی چې له امریکا سره تر اړیکو خرابېدلو وروسته له روس سره ځان نږدې کوي.

هغه زیاتوي چې له پاکستان سره د اړیکو د ښه والي لپاره د روسیې اوږدمهالې اراده اوس هم څرګنده نه ده.

د نوموړي په خبره، د روسیې په پالیسي جوړولو کې رونټیا نشته او په عمومي کچه پرې کومه خبره نه کېږي.

هغه زیاتوي دا هم تراوسه نه دي ویل شوي، چې د روسیې خلک له پاکستان څه غواړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو لپاره تراوسه په ښکاره څه نه دي ویلي.

د انرژۍ پروژې

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان له روسیې څلور چورلکې را نیولې.

روس او پاکستان د انرژۍ پر داسې پروژو خبرې کوي، چې د پاکستاني چارواکو په خبره، ټول لګښت یې له لس میلیارد ډالرو ډېر دی.

د خواجه اصف په خبره، د برېښنا څلور پنځه پروژې اسلام اباد او مسکو لا ډېر نږدې کوي.

روس تېره اونۍ پښتونخوا کې د یوې کونسلګري پرانیستلو اعلان وکړ.

روسۍ کمپنۍ هلته هم د تېلو چاڼولو د کارخونې او د برېښنا بند جوړولو خبرې کوي.

خو ترټولو لویه معامله پاکستان ته د ګاز برابرول او هلته د ګاز اړوند بېخ بنسټ جوړول دي.

پاکستان د اوبلن ګاز پر یو لوی مارکېټ بدلېدونکی دی.

د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې روسیه د انرژۍ برخه کې چټک پرمختګ کوي.

د تېر کال اکتوبر کې پاکستان او روس یوه تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پاکستان ته د اوبلن ګاز د رسولو لپاره د مسکو لویې کمپنۍ ګازپروم سرخبرې پیل شوې.

پر دې سربېره روسیه له لاهور تر کراچۍ د زر کیلومترو په اوږدوالي د ګاز نللیکه غځوي.

اویایمه لسیزه کې چې روسیې په کراچۍ کې سټيل میل یا د اوسپنې کارخونه جوړه کړې له هغه وروسته دا په پاکستان کې د مسکو لویه پروژه ده.

له بلې خوا ویل کېږي روسیه لېواله ده، چې دا کمپنۍ بیا په پښو ودروي.

اړونده مطالب