سوري ماشومان د ملګرو ملتونو "کفن" کې

دغه ماشومان د سوري حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ د اوربند په موده کې د حکومت هوايي برید کې وژل شوي. د انځور حقوق TWITTER
Image caption دغه ماشومان د سوري حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ د اوربند په موده کې د حکومت هوايي برید کې وژل شوي.

پر خواله رسنیو د سوریې غوطې سیمې د دوو وژل شویو سوري ماشومانو هغه انځورونه ډېر لاس په لاس شوي، چې د ملګرو ملتونو پلاستیکي خلتو کې یې مړي نغښتل شوي.

پر دغو خلتو، چې ماشومانو ته د کفنونو استفاده ترې شوې، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو نښانونه ښکاري.

دغه ماشومان د سوري حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ د اوربند په موده کې د حکومت هوايي برید کې وژل شوي.

په ختیځه غوطه کې د حکومت پلوو ځواکونو له خوا د پرله پسې هوايي بریدونو له کبله سلګونه وګړي وژل شوي.

که څه هم هلته د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان څو ورځې تم شوی و، خو کله چې د ورتګ اجازه ورکړل شوه، بیا هم حکومت پلوو ځواکونو بریدونه پیل کړل او کاروان بېرته له سیمې ووت.

په دې کاروان کې خوراکتوکي او درمل بار دي.

د انځور حقوق WITTER

دغه کارن لیکلي: "د غوطې ماشومانو ته کفنونه نشته... د ملګرو ملتونو د مرستو له خلتو کفنونه ورته جوړ شوي. بې سابقې شرم دی... چارواکي نور ضمیر نه لري او د خپل ولس د بچیانو له قاتلانو سره یې لاس یو کړی. سوري وګړي له خدای پرته بل څوک نه لري."

د انځور حقوق WITTER

د ریما العضیب په نوم یوې بلې ټویټر کارنې لیکلي: "بخښنه غواړم ملګروملتونو، دوی هېڅ کفن نه لري چې خپل ماشومان پکې ونغاړي. ستاسې پر انسانیت شرم."

په پام کې وه چې غوطې ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسولو کاروان هره ورځ د پنځه ساعته اوربند رامنځ ته کېدو په لړ کې استول واستول شي.

د خواله رسنیو، په تېره بیا ټویټر کارنو پر غوطې د حکومتي ځواکونو او روسي بمباریو کې د ماشومانو ساتنه کې د ملګرو ملتونو د ناکامۍ خبرې لاس په لاس کړې دي.

ملګرو ملتونو غوطې ته د مرستو تر ۴۰ ډېرې بار لارۍ استولې دي.

د انځور حقوق Reuters

فعالان وايي، د اوربند سربېره حکومتي ځواکونو لسګونه کسان وژلي دي.

په تېرو څو اونیو کې پر ختیځې غوطې د حکومتي ځواکونو بریدونو کې لږترلږه ۷۱۹ کسان وژل شوي چې ګڼ پکې ماشومان دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption سوري ځواکونو د ختیځې غوطې څلورمه برخه نیولې ده