''د لینن مجسمې له نړولو وروسته یې د هغه پر سر فوټبال پیل کړ''

دغه مجسمه پنځه کاله مخکې بیلونیا ښارګوټي کې ځای پر ځای شوې وه. د انځور حقوق .
Image caption دغه مجسمه پنځه کاله مخکې بیلونیا ښارګوټي کې ځای پر ځای شوې وه.

د هند تریپوره ایالت کې د واکمن بهارتیه جنتا ګوند (بي جي پي) پر فعالانو تور پورې شوی، چې د شوروي اتحاد پخواني مشر ودلادیمر لینن مجسمه یې نړولې ده.

پېښه د دوشنبې پر ورځ له هغه څو ورځې وروسته شوې، چې بهارتیه جنتا ګوند دغه ایالت ټاکنو کې پراخ بری تر لاسه کړ او د کمونیست ګوند 'مارکسیست '۲۵ کلن واک یې پای ته ورساوه.

دغه مجسمه پنځه کاله مخکې بیلونیا ښارګوټي کې ځای پر ځای شوې وه.

رپوټونو کې ویل شوي، د مجسمې نړولو پر مهال د بي جي پي ګوند فعالانو شعارونه ورکول او په ایالت کې د دواړو ګوندونو د فعالانو تر منځ اخ وډب هم شوی دی.

د کمونیست ګوند (مارکسیست) یوه ځايي پلوي تپاس دتا انډین ایکسپریس ورځپاڼې ته د عیني شاهدانو له خولې ویلي، بي جي پي فعالانو د مجسمې له نړولو وروسته د هغې سر له تنه بېل کړ او (د لینن پر سر یې فوټبال لوبه کوله.)

بل لور ته د بي جي پي یوه ځايي مشر راجو نات هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د مجسمې نړولو لپاره د دوی ګوند کسانو ایکسیکوټر کرایه کړی و. نوموړی وايي، مجسمه د پارېدلو خلکو ګڼې ګوڼې له کبله ونړېده:

''دغه مجسمه د ښاروالي په لګښت رغول شوې وه، ولې زموږ د مالیه ورکونکو په پېسو د پردي لینن ممجسمه دلته درول شوې وه؟ او دلته یې ګټه څه وه؟ ''

تېرو ټاکنو کې بي جي پي ګوند د ایالتي اسمبلۍ له ټولو ۵۹ څوکیو نه پر ۴۳ څوکیو بری تر لاسه کړ او کمونیست ګوند ته یې ماتې ورکړه.

د کمونیست ګوند فعالان وايي له ټاکنیزې ماتې وروسته د دوی پر یو شمېر اړوندو دفترونو بریدونه شوي او کارکوونکي یې وهل ټکول شوي دي.

هند کې د کمونیستانو د سیاست پای

په هند کې د بدلون په اړه غبرګونونه

په ۱۹۹۱ کې د شوري له منځه تلو وروسته هم په روسیه کې د لینن یو شمېر یادګارونه پر ځای پاتې دي، خو په ځینو هېوادونو کې چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وو، د شوروي انقلابي مشر نژدې ټول یادګارونه له منځه یوړل شوي.

دې کې ډېری هغه یې د ۲۰۱۴ کال یوکراین احتجاجونو پر مهال له منځه یوړل شول.

اړونده مطالب