''د ماشومانو ودونو شمېر کې پام وړ کموالی راغلی ''
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''د ماشومانو ودونو شمېر کې پام وړ کموالی راغلی ''

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره يونيسېف وايي تېره يوه لسيزه کې د نړۍ لروبر د ماشومانو ودونو شمېر کې پام وړ کموالی راغلی دی. تېرو څو کلونو کې هند کې په دې اړه ډېر پرمختګ شوی، خو بيا هم يو داسې هېواد دی چې په کم عمرۍ واده شويو نجونو تر ټولو زيات شمېر لري. د دغه هېواد شمال لوېديځ راجستان کې نجونې د دغه زاړه دو پر وړاندې مبارزه کوي.