ځینې عرب هېوادونو کې د ترکي سریالونو په خپرېدو بندیز ولګېد

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شنونکي وايي، ترکیه اوس ډېر سعودي عربستان او د عرب هېوادونو سیاست ته له پام پرته سوریه کې دریځ بدلوي او ایران ته نږدې کېږي.

د سعودي عربستان د خصوصي رسنیو لویه موسسه اېم بي سي وايي، چې په دغه هېواد کې یې د ترکي سریالونو په خبریدو بندیز ولګاوه.

دا سریالونه په منځني ځتیځ کې ډېر مینوال لري.

اېم بي سي شرکت- چې مرکزي دفتر یې دوبۍ کې دی- وايي، دا سریلانونه نور نه خپروي.

ولید ابراهیم او څو نور سعودي پانګوال دا شرکت اداره کوي.

* د کن فیلمي فیسټیوال په اړه څومره پوهېږئ؟

* د هالیووډ فلمونو کې رول لوبول حماقت دی؟

د اېم بي سي ویاند وايي، دې پرېکړه کې یواځې نه دی، بلکې څو نور عربي هېوادونه هم دا ګام پورته کوي.

خو دا یې ونه ویل چې کوم هېوادونه دا پرېکړه کوي.

د دوبۍ تلوېزون وېبپاڼه کې هم له دې وروسته کوم ترکي سریال ته په مهالوېش کې ځای نه دی ور کړل شوی.

د ترکیې او عرب هېوادونو ستونزې

ر د انځور حقوق AFP
Image caption د کوردانو له امله سوریه له ایران سره نږدې شوې ده.

تېر کال سعودي عربستان او څو ملګرو یې( مصر، اماراتو او بحرین) قطر د ترهګرۍ او د عرب هېوادونو د ګټو ضد بهرني سیاست تورن کړ.

دوی له دغه امیر مېشتي سره اړیکي پرې کړل او ځینې اقتصادي بندیزونه یې هم پر ولګول.

څو نورو عرب هېوادونو هم له قطر سره اړیکي پرې او یا یې کم کړل.

* د قطر د شاهي کورنۍ غړی: اماراتو کې په زور ساتل کېږم

* د عربو زیاتېدونکي وېش کې د ایران ډېرېدونکې ګټې

د ترکیې ولسمشر د قطر پرضد د سعودي عربستان او ملګرو دا چلند وغاند او "ناانساني او د اسلامي ارزښتونو" خلاف یې وباله.

رجب طیب اردوغان د قطر په وړاندې دا چلند د اعدام حکم سره ورته وباله او ویې ویل، که دوحه له ستونزې سره مخ شي انکره به یې مرسته وکړي.

له قطر د عرب هېوادونو غوښتنې

د انځور حقوق AFP
Image caption د قطر او عربو د اختلاف له امله قطر هوايي کرښه هم ډېره زیانمنه شوه.

د سعودي عربستان په مشرۍ متحده عربي امارات، مصر او بحرین له قطر غواړي چې له ځینې ډلو سره مالي مرستې وځنډوي، الجزیره شبکه وځنډوي له ایران سره اړیکي کم کړي.

د دغو څلورو هېوادنو خلک په وګړتوب ونه مني او د ترکیې پوځي اډه وتړي.

کارپوهان وايي، ترکیې په سوریه کې په سیاست بدلولو او ایران ته په نږدې کېدلو سره سعودي عربستان له پام غورځولی دی.