هغه مېرمنې چې د نورو ښځو ژوند تریخوي

ر د انځور حقوق .

د مارچ پیلېدلو سره د ښځو ملاتړ غونډو بیا زور اخیستی، هرو مرو پکې له مېرمنو سره د تاوتریخوالي نه کولو غوښتنه کېږي، په افغان ټولنه کې تر ډېره داسې باور دی چې یواځې نارینه د دې تاوتریخوالي لامل دي، خو مېرمنې هم په دغو ناخوالو کې لاس لري.

څو اونۍ وړاندې مې زوی واکیسناوه، نژدې روغتون ته لاړم. له پوښتونو وروسته واکسین خونې ته ننوتم.

څلورو نرسو کې یوې پر ټیلیفون خبرې کولې، وپوهېدلم چې د روغتون له کوم ډاکټر سره ګړېږي.

اول مې فکر کاوه چې د کوم ناروغ په هکله خبره کوي، خو وروسته یې وویل: "هغه دې خوښه نه شوه چې عکس مې یې درته لېږلی و؟"

بیا یې وویل، "ښه سمه ده اوس مې یوه بله نجلۍ درته پیدا کړې، هرو مرو دې خوښېږي، د ۲۸ کالو په عمر ده راډیو کې خبریاله ده. ډېره ښایسته ده."

له دې سره یې وخندل، ټلیفون بند شو.

ناستو نجونو وپوښتله چې ډاکټر صیب څه ویل؟

ـ ډاکټر ویل د هغې جنۍ پوزه غټه ده، چې دویمه ښځه کوم، نو باید ښه ښکلې خو وي.

له دې سره بلې نجلۍ وویل، دی کله ښکلی دی، نه یې په سر وېښتان شته او نه د ژامې غاښونه، لکه اویا کلن داسې ښکاري.

* "له ښځو سره زور زیاتی په عملي کړنو له منځه ځي"

* هندۍ لوبغاړې وايي، نجونې یې له ځورول کېدو ژغورلې

د دې خبرو په اورېدو مې نور صبر نه شو کولی، په خبرو کې ور ګډه شوم، پوی شوم چې ډاکټر دویمه ښځه کوي.

ورته ومې ویل، په سړیو پسې لګیا یو چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، یوه ښځه یې وي، بله کوي.

خو خپله ولې د دا ډول سړیو ملاتړ کوو، ولې یوه ښځه هغه هم چې ځان ته لوستې وايي، بلې ته په بن پسې ګرځي او ګډ ژوند یې تریخوي.

د دې په ځای چې دغه ډاکټر له خپلې کورنۍ، خپلوانو یا له نورو نارینه ملګرو یا همکارانو په دې برخه کې مرسته وغواړي، ولې له تاسو دا هیله لري، که یې فکر کولی چې کورنۍ یا همکاران ور سره مرسته نه کوي، نو له تاسو به یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

همدې نرسې ته چې ډاکټر سره یې د بلې ښځې پیدا کولو کې مرسته کوله، ښایسته هم نه وه ومې ویل، که ته د ډاکټر مېرمن وی، په تا یې بن راوستلی، په تا به څومره بده پرېوتله.

لوستې مېرمنې چې نورې ښځې په بنو اړوي

دا یو مثال نه دی، تېرو کلونو کې ډېرې لوستې مېرمنې له داسې سړیو سره واده شوې چې بل واده هم لري.

دا ډول لوستي نارینه چې یو وخت یې لومړنۍ مېرمنې په ستونزو کې وخت ور سره تېر کړی ممکن له لوږې او له تنګسې ډکې ورځې یې ور سره زغملې کله چې لږ پیسې پیدا کړې نو د بلې ښځې په لټه کې وي.

دغو نارینه وو کې د ډېرو لومړنۍ مېرمن بې سواده وي، د دې لپاره چې یو ډول د خپل دویم واده سپیناوی وکړي، نو په لوستې جنۍ پسې ګرځي.

بیا خلکو ته وايي، والله مېرمن مې بې سواده وه. نارینه خو به دا کار کوي، خو لوستې جنۍ یا مېرمن ولې نارینه همکار سره په دغه کار کې یو ځای کېږي او یوه بله مېرمن له کړنګ غورځوي.

ځکه د دویمې ښځې په کولو سره هرو مرو د لومړنۍ هغې ژوند خرابېږي، هغه هم د داسې چا له خوا چې لوستې وي.

که له مېرمنو سره په تاوتریخوالي نارینه ملامتېږي، پخپله ښځې هم پکې رول لري، ښه بېلګه یې همدا لوستې نجونې دي، ممکن له ډاکټر سره د دویمې ښځې په پیدا کولو کې نارینه وو دومره مرسته نه وي کړې، خو نجونې یې کوي.

دا ډول په یو کور کې ممکن یو خسر له خپلې نګور سره دومره زیاتی نه کوي، لکه خواښې یې چې کوي یا هم لېور د خپلې ورېندارې ورځ دومره بده نه کړي لکه یوه یور یې چې بدولی شي، ځکه که د ښځو سره د تاوتریخوالي د کمولو یا د دوی د حق غوښتنه کېږي، پکار ده مېرمنې هم په دې برخه کې ګرېوان ته سر ټیټ کړي چې دوی له نورو ښځو سره څه کوي؟