'د سپین بولدک پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید پای ته رسېدلی'
ارشیف
د کندهار ځايي چارواکي وایي د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پرامنیه قومندانۍ او د لويې لارې د ساتنې د ځواکونو پر یوه مرکز د وسله والو ډله ییز برید د بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د چارواکو په خبره، څلورو بریدګرو، چې د پوله ساتو ځواکونو جامې یې اغوستې وې، تېره شپه د مارچ ۷مه، شاوخوا اته بجې پر امنیه قومندانۍ برید کړی و.
د راپورونو له مخې، بریدګرو د امنیه قومندانۍ په لومړۍ دروازه کې یوه موټر سایکل ته چاودنه ور کړې او بیا یې له پولیسو سره جګړه پیل کړې ده.
تر لومړۍ چاودنې وروسته دویمه چاودنه هم شوې دي.
د چارواکو په خبره دا هغه موټرسایکل و، چې بریدګرو په کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او سیمي ته پرې راغلي وو.
د کندهار د امنیه قومندانۍ د رسنیو څانګې چارواکی نجیب ثاقب وایي، برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو او د څلورو پولیسو په ټپي کېدو سره پای ته ورسېد.
امنیتي چارواکي ادعا کوي چې بریدګرو ته له ډيورنډ کرښې پورې غاړې چمن څخه د تیلیفون له لاري لارښوونه کېده.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او د لسګونو دولتي ځواکونو د وژلو ادعا یې کړې ده.