پر نواز شریف د څپلیو ګوزارونه

د انځور حقوق AFP
Image caption د یادې مدرسې مشر مفتي راغب نعیمي له امنیتي ادارو غوښتي، چې د پېښې بشپړه څېرنه وکړي.

د پاکستان لاهور په یوه مدرسه کې د دغه هېواد پر پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف د څپليو څو ګوزارونه شوي او د مدرسې طالبانو هغه مهال د لبیک، لبیک نارې وهلې.

پاکستاني خبریال سهیل وړایچ د جامعه نعیمیه مدرسې دغو مراسمو کې ګډون کړی و، چې پکې د مدرسې طالبانو پر ښاغلي شریف د څپلۍ ګوزار وکړ.

نوموړي بي بي سي اردو څانګې ته وویل، پېښه یې په خپلو سترګو ولیده.

ښاغلی وړایچ زیاتوي ګومان کوي، چې دا له مخکې پلان شوې پېښه وه.

د یادې مدرسې مشر مفتي راغب نعیمي له امنیتي ادارو غوښتي، چې د پېښې بشپړه څېرنه وکړي.

د سهیل وړایچ په خبره کله چې نواز شریف خبرې پیل کړې، له یوه لوره د څپلۍ ګوزار وشو، چې د نواز شریف پر اوږه ولګېده، وروسته د دریځ لور ته له نورو لوریو هم د څپلیو ګوزارونه وشول.

د نوموړي په وینا کله چې منتظمینو ګوزار کوونکي طالبان ونیول، هغوی د لبیک لبیک نعرې وهلې او هلته یو شمېر نور ناست طالبانو هم ورسره دغه نعرې بدرګه کولې.

"نواز شریف پاکستان ته ستنېدلو سره محکمې ته وړاندې کېږي"

د نواز شریف زوم په اسلام اباد هوايي ډګر کې ونیول شو

له دې یوه ورځ مخکې د پاکستان بهرنیو چارو پر وزیر خواجه اصف د هغه په پلرنۍ سیمه کې د یوې غونډې پر مهال تور رنګ وشېندل شو. سهیل وړایچ وايي، که څه هم دا انفرادي پېښې دي، خو تر شا یې یو فکر معلومېږي.

د نوموړي په خبره د مولانا خادم حسین رضوي خوځښت له پیل وروسته د خلکو احساسات وپارېدل.

هغه زیاتوي، د سني، بریلوي او حنفي مسالکو د ولسي خلکو پرتله دغه ډول احساسات د دغو مسالکو په طالبانو او عالمانو کې ډېر جوت معلومېږي.

ښاغلی وړایچ وايي، د یو شمېر مدرسو مشرانو ورته ویلي، چې د خپلو طالبانو کابو کول ورته ګران دي.

هغه وايي، دا حالت د طالبانو تحریک د پیل حالت ته ورته دی، چې په وینا یې د دیوبندي مسلک مدرسو اړوند طالبان د خپل مشرتابه له کنټروله وتلي وو.

د تحریک انصاف پاکستان په ګډون ډېری پاکستاني ګوندونو او سیاستوالو پر پخواني لومړي وزیر د څپلۍ ګوزار پېښه سخته غندلې ده.

اړونده مطالب