د سوریې غوطه کې حکومتي ځواکونو نورې سیمې هم ونیولې

د انځور حقوق AFP/Getty

په ختیځه غوطه کې د روسیې هوايي ځواکونو په ملاتړ د دولتي ځواکونو د چټک پرمختګ په پایله کې اوس د دغې سیمې دوه ښارونه دوما او حرسته له نورو سیمو جلا کړل شوي او د دولتي ځواکونو په واک کې دي.

پرون د خیتځې غوطې پر عربین هوايي او توپچې بریدونو دوام درلود چې په پایله کې يې د یو شمیر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې رپوټ ورکړل شوی.

پر جسرین ښارګوټي هم درانه بیلري بمونه غورځول شوي دي.

په ورته وخت کې د جسرین په شاوخوا او دوما او حرستة ترمنځ په باغونو کې د وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.

وسله والو دغه راز مدیرة ښارګوټي ته ددولتي ځواکونو د ننوتلو په وړاندې په دفاعي جګړه کې سخت مقاومت ښودلی.

فعالان وايي د خیتځې غوطې تر ټولو لوی ښار دوما لارې کوڅې له خلکو خالي ښکاري او لاهم هلته هوايي بریدونه دوام لري.

د دوما هدیره هم تر بریدونو لاندې ده او خلک نه شي کولی مړي خاوروته وسپاري.

خلکو بیړنۍ مرستې غوښتي او یوه ټولنیز بنسټ ویلي نور د پټیدو ځایونه نشته او ژر تر ژره باید بریدونه پای ته ورسیږي.

د دوما اوسيدونکي محمد عادل بي بي سي ته وویل څوک د مړو د پورته کولو توان نه لري.

خلک په تل خونو کې پټ دي. دوی د خوړو او نورو اړتیا وو د پوره کولو لپاره له ډیرو کړاوونو سره مخامخ دي، او ډیر شمیر مړي د خاورو لاندې دي.

خلک د پرله پسې بریدونو له امله نه شي کولی چې خوندي سیمو ته ځانونه ورسوي.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption ویل کېږي حالت دومره خراب دی چې څوک د مړیو پورته کولو ته زړه نشي ښه کولی.

ختیځه غوطه چې دمشق ته نږدې د وسله والو مخالفینو ترولکي لاندې وروستۍ سیمه ده، دولتي ځواکونو یې د نیولو لپاره د روسیې په ملاتړ نږدې یوه میاشت وړاندې بریدونه پيل کړل.

د دوی په بریدونو کې تر اوسه د څه باندې زرو ملکي وګړو ژوند اخیستل شوی دیی.

د ختیځې غوطې په ځینو نورو سیمو کې هم د دولتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب