سعودي کې د شورا غړې ولې ولس ته د "داعش" خطاب کړی؟

لطیفه الشعلان د انځور حقوق alkhaleejonline.net
Image caption الشعلان له دوو کلونو راهیسې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو برخه کې په ډېر فعالیت شهرت لري.

پر خواله رسنیو، په تېره بیا ټویټر کې سعودیانو د "د شورا غړې ولس ته د داعش خطاب کړی" هشټګ ډېر لاس په لاس کړی. داسې چې د شورا یوې غړې د "سعودي ځوانانو ته په غبرګون کې هغوی "د داعش غوندې غپېدونکي" بللي.

دا لانجه وروسته تر هغه پر خواله رسنیو رامنځ ته شوه، چې سعودي عربستان کې د شورا یوې غړې لطیفه الشعلان پر ټویټر د هغې د تعقیبوونکو له مخالفتونو سره مخامخ شوه.

الشعلان په یوه ټویټ کې یوې ښځې ته ځواب کې لیکلي وو: "یوازې سم کارونه سم ګڼل کېږي.. کاروان به تېرېږي او داعشیان به غپېږي"، د هغې ځواب ورته "آفرین" و.

ټویټر کارن پر دې اند دي چې الشعلان د سعودي ولس ته په خطاب کې ډېره بیړه کړې ده او ولې یې ټول ولس "داعش" بللی.

دوی ویلي، الشعلان باید د شورا له غړیتوبه لاس پرسر شي.

په مقابل کې بیا نورو ټویټر کارنو له هغې نه د دفاع په پار ویلي، له ښځې د هغې د ملاتړ دریځ دې ته اړایستلې چې دا ډول توند غبرګون وښيي.

الشعلان له دوو کلونو راهیسې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو برخه کې په ډېر فعالیت شهرت لري.

ځینې پر دې اند چې په وروستیو کې سعودي عربستان کې ملي او اسلامي هویت ته د لومړیتوب ورکوونکو سعودیانو ترمنځ لفظي شخړې ډېرې شوې دي.

الشعلان قهرېدلو ټویټ کوونکو ته په یوه وېډیويي پیغام له بې کارۍ نه د خلکو د شکایت په اړه ویلي: "هره ورځ یو نوی هشټګ راځي".

د رسمي شمېرو له مخې، په تېره جنورۍ میاشت کې سعودي کې د بې کارۍ کچه ۱۲٫۸ سلنه لوړه شوې ده.