د پاکستان پنجاب ایالت کې د پولیسو پوستې کې چاودنه شوې

د پاکستان پنجاب ایالت په رایونډ سیمه کې د پولیسو پوستې کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

تر اوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی. د ځايي پولیسو یوه افسر حیدر اشرف تایید کړې، چې وژل شویو کې درې پولیس او یو ملکي کس وژل شوی دی. نوموړی وايي په ظاهره ښکاري، چې د چاودنې هدف د پولیسو پوسته وه.

۳ بریدونو کې ۱۰ پاکستانیو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښتله

لاهور: ځانمرګي برید کې د څلورو پوځیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي

د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور کې یوه پولیس چارواکي منتظر مهدي بي بي سي سره خبرو کې وویل، پېښه کې د رایونډ سیمې یو پولیس افسر ربیر نذیر هم برسېرن ټپي شوی دی، چې په خبره یې درملنه یې کېږي.

د پولیسو دغه پوسته د یوې مذهبې غونډې ته څېرمه پرته ده.

دغې کلنۍ مذهبي غونډې د امنیت ساتلو لپاره د امنیت ځانګړی انتظام شوی و. د پنجاب ایالت اعلی وزیر محمد شهباز شریف په سختو ټکیو دغه چاودنه غندلي او د پولیسو له مشرتابه یې د معلوماتو غوښتنه کړې.

پنجاب اعلی وزیر د پېښې په اړه د څېړنې تر څنګ چارواکو ته امر کړی، چې د ټپیانو درملنې لپاره ټول شته وسایل وکارووي.

اړونده مطالب