برتانیا ۲۳ روسي دیپلوماتانو ته له هېواده د وتلو امر کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption ټریزا مې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته د برتانیا سفر بلنه هم بېرته اخیستې

د برتانیا لومړۍ وزیرې ټېریزا مې د خپل هېواد سیلسبري ښار کې د روسیې څارګرې ادارې پخواني افسر او د هغه لور وژلو هڅې قضیې کې ۲۳ روسي دیپلوماتانو ته امر کړی، چې له برتانیا ووځي.

برتانیا له هغه وروسته دغه ګام پورته کوي، چې روسیې حکومت د زهر ورکولو پېښې له توضیحاتو ورکولو انکار وکړ.

لومړۍ وزیرې ویلي دیپلوماتانو ته امر شوی، چې یوه اونۍ کې له برتانیا ووځي او دغه دیپلوماتان هغه استخباراتي افسران دي، چې نومونه یې پت ساتل شوي دي.

پر جاسوس برید؛ پر روسیې نړیوال فشار زیاتېږي؟

د برتانیا لومړۍ وزیره روسیه په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي

ټېریزا مې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته د برتانیا سفر بلنه هم بېرته اخیستې او دغه راز یې ویلي چې د برتانیا شاهي کورنۍ غړي به روسیه کې د فوټبال نړیوال جام مراسمو کې هم برخه نه اخلي.

روسیې د ۶۶ کلن پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه ۳۳ کلنې لور یولیا ته زهرو ورکولو کې لاس درلودل رد کړي دي.

نور اقدامات

  • ۲۳ دیپلوماتانو ته له هېواده د وتلو امر
  • د شخصي الوتنو، باربرداري او ګمرکاتو سخته څارنه
  • هغه روسي پانګه به کنګل شي، چې د برتانیا لپاره یې د خطر ثبوتونه شته.
  • وزیران او د شاهي کورنۍ غړي به د فیفا فوټبال نړیوال جام مراسمو لپاره روسیې ته نه ځي.

برتانیا روسیې ته د سې شنبې تر شپې وخت ورکړی و، چې له ادعا سره سم د ډبل ایجنټ 'د دوو مخالفو لوریو لپاره په یوه مهال جاسوسي کوونکی ' وژنې هڅې قضیې کې توضیحات ورکړي.

برتانیا وايي، هغه زهرجن مواد چې اعصاب فلج کوي او دغه پخواني جاسوس ته ورکړل شوي، روسیه کې چمتو شوي دي.

امریکا هم دغه پېښه کې د روسیې ښکېلتیا تایید کړې او ناټو دا د نه منلو وړ بللې.

لومړي وزیرې ټرېزا مې د خپل هېواد پارلمان ته ویلي، دا (شونې) ده، چې انګلستان کې پخواني روسي څارګر ته ورکړل شوې پوځي درجه لرونکې زهرجنه ماده روسیه کې چمتو شوې وي.

د روسې غبرګون

د روسیې بهرنیو چارو وزیر د سفر بلنلیک بېرته اخیستو په اړه د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:

''مې برتانیا ته د لاوروف د سفر هغه بلنلیک بېرته واخیست، چې هغه (لاوروف) لا دغه بلنه منلې نه وه. '

د انځور حقوق EPA/ YULIA SKRIPAL/FACEBOOK

روسیې د برتانیا دغه پرېکړه غندلې ده. لندن کې د روسیې سفارت د برتانیا دغه اعلان د نه منلو، یرغلګرانه او بې دلیله بللی دی.

له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو پخواني وزیر ریکس ټېلرسن ویلي و، امریکا د خپل برتانوي اتحادي خبره تاییدوي، چې کېدای شي د روسي څارګر او هغه د لور وژلو هڅې لپاره کاروول شوي اعصاب ځپونکې ماده روسیه کې چمتو شوې وي. نوموړي ویلي و، دا له شرمه ډک برید دی.

سرګي سکریپال د روسیې یو پخوانی افسر چې په ۲۰۰۶ کال کې برتانیا ته د جاسوسۍ په تور په ۱۳ کال زندان محکوم شو.

خو دی په ۲۰۱۰ کال کې د جاسوسانو په یوه 'تبادله ' کې برتانیا ته راغی او همدلته اوسېده.

تېره یکشنبه دی او لور یې یوه رسټورانټ ته ولاړ خو له هغه ځایه له راوتلو وروسته د بې هوشۍ په حال کې وموندل شول او لا هم په روغتون کې دي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې وویل، څېړنو ښودلې چې په دغه برید کې د نافیچوک هغه عصبي ګاز کارول شوي چې روسیه یې تولیدوي.

اړونده مطالب