پر جاسوس برید؛ امنیت شورا کې د برتانیا او روسيې سفیرانو 'لفظي شخړه'

. د انځور حقوق EPA
Image caption د برتانیا سفیر ویلي، روسیې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي له تړون څخه سرغړاوی کړی دی

برتانيا د ملګرو ملتونو له امنيت شورا وغوښتل چې په خاوره کې يې د روسيې د پخواني جاسوس د وژنې هڅې پر وړاندې يې ملاتړ وکړي، چې په وينا يې د وژنې دا هڅه د روسيې له لوري شوى.

په ملگرو ملتونو کې د برتانيا استازي په دې تړاو د امنيت شورا جوړې شوې غونډې ته وويل روسيې پر پخواني دوه اړخيز جاسوس سرگې سکرېپال د اعصابو زهرجنې مادې په کارولو د کيمياوي وسلو مخنيوي له تړون سرغړاوى کړى.

جانټن الن زياته کړه دا ماده دومره بوږنوونکې ده چې په جگړه کې يې پر کارولو بنديز لگېدلى.

نوموړي د غونډې پر گډونوالو غږ وکړ د روسيې د دغې کړنې په تړاو يو موټي شي:

" موږ د هغو بريدونو او گواښونو په اړه وار له مخه اورېدلي چې روسيې د تېرو څو ورځو په ترڅ کې کړي. موږ په دې هم پوهېږو چې داسې ډېر څه به واورو. روسيې هره بله قضيه کې چې له نړيوالو قوانينو په سرغړونه نيول شوې ورته چلند کړى. موږ هغو ارزښتونو ته ژمن يو چې د ملگرو ملتونو او د دغې شورا د لوى اکثريت ترمنځ شريک دي او موږ له تاسو غواړو چې موږ سره ودرېږئ."

* برتانیا ۲۳ روسي دیپلوماتانو ته له هېواده د وتلو امر کړی

* پر جاسوس برید؛ پر روسیې نړیوال فشار زیاتېږي؟

* د پاکستان او روس زیاتېدونکي اړیکي

خو روسيه د برتانيا له لوري لگول شوي تورونه ردوي.

په ملگرو ملتونو کې د دغه هېواد سفير واسيلي نبنزيا پر برتانيا تور پورې کړ چې شواهد نه وړاندې کوي او له روسيې د ده په وينا په جرم د اقرار کولو غوښتنه کوي.

" موږ ته الټيماټوم ورکړل شو يا وروستۍ نېټه وټاکل شوه او غوښتنه وشوه چې په ٢٤ ساعتونو کې ومنو چې جرم مو کړى. يا په بله وينا اقرار وکړو. موږ د التيماتوم يا ضرب الاجلونو په ژبه خبرې نه کوو. دا اجازه هم نه ورکوو چې څوک په دغه ژبه موږ سره خبره وکړي. خو موږ مودب يو. د مارچ په ١٣ نېټې موږ د بهرنيو چارو وزارت ته يو يادښت واستاوه او د دې پخلى مو وکړ چې له دغې پېښې سره موږ کوم تړاو نه لرو."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د برتانیا له دریځ څخه د ملاتړ ډاډ ور کړی

د برتانيا ځينو متحدينو يې دفاع ته وردانگلي. په ملگرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکې هيلې د بريتانيا د ملاتړ ډاډ ورکړى.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هيکو ماس ويلي دا بريد به پايلې ولري او د قضيې د هوارۍ په برخه کې يې د روسيې د نه همکارۍ له امله ناهيلې څرگنده کړې. ناټو هم پر روسيې غږ کړى چې د نفېچوک په نامه د کارول شوې دغې زهرجنې مادې په تړاو ټول جزييات څرگند کړي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې ټېریزا مې د روسیې څارګرې ادارې پخواني افسر او د هغه لور وژلو هڅې قضیې کې ۲۳ روسي دیپلوماتانو ته امر کړی، چې له بريتانیا ووځي.

بريتانیا له هغه وروسته دغه ګام پورته کوي، چې روسیې حکومت د زهر ورکولو پېښې له توضیحاتو ورکولو انکار وکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption د برتانیا لومړۍ وزیره ټيریزا مې ویلي، ۲۳ روسي ډيپلوماټان دې له برتانیا ووځي

لومړۍ وزیرې ویلي ډیپلوماټانو ته امر شوی، چې یوه اونۍ کې له برتانیا ووځي او دغه ډیپلوماټان هغه استخباراتي افسران دي، چې نومونه یې پټ ساتل شوي دي.

بل لوري ته رپوټونه وايي برتانيا غواړي د ٧٠ ميليون دالرو په لگښت د کيمياوي وسلو يو نوى دفاعي مرکز را منځته کړي .

ټاکل شوي برتانيايي چارواکي نن د کيمياوي وسلو د زياتېدونکي گواښ په تړاو گواښنه خپره کړي چې په وينا یې نه يوازې د روسيې بلکې د شمالي کوريا په څېر د نورو هېوادونو له لوري به هم ورسره مخامخ وي.

د انځور حقوق EPA/ YULIA SKRIPAL/FACEBOOK
Image caption سرګې سکریپال او د هغه لور دمګړۍ په روغتون کې بستري دي

ورته مطالب