جېمز متیس: "هېواد یې د پاکستان په چلند کې بدلون ویني"

د انځور حقوق Getty Images

دغې هندۍ ورځپاڼې د امريکا دفاع وزير جېمز متېس په وينا ليکلي، د سوېلي اسيا په تړاو د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان او پاکستان ته د يو ميليارد ډالرو په ارزښت د مرستو له ځنډولو وروسته اوس يې هېواد له ترهگرۍ سره د مبارزې او د ترهگرو د خونديځيو په اړه د پاکستان په چلند کې بدلون گوري.

د ورځپاڼې په وينا دې موضوع ته په هغو اسنادو کې اشاره شوې چې افغانستان ته د ښاغلي متېس په وروستي سفر کې له نوموړي سره ملو خبريالانو ته د هغه د څرگندونو ليکلې بڼه بلل شوې، چې د امريکا دفاع وزارت اوس خپاره کړي دي.

ښاغلي متېس تېره جنورۍ پاکستان کې د عالمانو له لوري ورکړل شوې يوې فتوا ته اشاره کړې چې ١٨٠٠ ديني عالمانو لاسليک کړې وه او ځانمرگي بريدونه يې حرام بللي وو. ښاغلي متېس دا پر سم لوري يو گام بللى.

د امريکا دفاع وزير ويلي سره له دغو بدلونونو غواړي په سيمه کې له امنيتي او استخباراتي چارواکو او په امريکا کې له استخباراتي ادارو سره وغږېږي او د حالاتو تازه ارزونه وکړي.

القاعده لا هم افغانستان کي پټنځي لټوي

برتانوۍ ټايمز ورځپاڼه ليکي، اورپکې ډلې يو ځل بيا افغانستان کې د پناه ځيو په لټه کې دي چې له هغه ځايه لوېديځ په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکايي او پاکستاني چارواکو په وينا طالبان د سولې خبرو اترو ته نژدې کېږي چې د افغانستان ١٦ کلنې جگړې ته د پاى ټکى کېږدي.

ورځپاڼې د اسلامي دولت نومې ډلې له لوري اورپکو ته وروستۍ ورکړل شوې بلنې ته اشاره کړې چې له هغوى غواړي له عراق او سوريې دې افغانستان ته مخه کړي.

د ورځپاڼې په وينا د اسلامي دولت نومې ډلې دا اقدام د افغانستان په گاونډيو هېوادونو او واشنگټن کې اندېښنه او ويره دېره کړې ده.

د ورځپاڼې په وينا تېره اونۍ يوۀ لوړ پوړي امريکايي جنرال د امريکا سنا جرگې ته خبردارى ورکړى چې القاعده اوس هم په افغانستان کې يو اغېزناک گواښ دى.

پاکستان د ناسم چلند له امله له هنده خپل سفیر ور بللی

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي چې پاکستان له هنده خپل سفير له دې امله بېرته وربللى چې په هغه هېواد کې يې ډيپلوماتانو او د هغو کورنيو سره ناسم چلند شوى او ځورول شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند "ډاکټر محمد فيصل" ورځپاڼې ته ويلي، سفير د سلا مشورو په موخه بلل شوى.

وياند زياته کړې چې پاکستان اسلام اباد کې د هند سفارت او د هند بهرنيو چارو وزارت ته رسمي شکايتونه استولي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دا د ځورونې يوه پېښه نه ده بلکې د پاکستان د شکايتونو سره سره د هند د استخباراتي چارواکو له لوري د پاکستاني ډيپلوماټانو او د هغوى د کورنيو ځورونې لړۍ دوام موندلى.

خو د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند بيا د پاکستان د سفير بېرته وربلل يوه عادي چاره بللې او ويلي دي چې د پاکستان شکايت ارزول کېږي.

دغه وياند دا هم ويلي چې په پاکستان کې د دوى ډيپلوماتيک ماموريت هم مسايلو سره مخامخ دى.