کابل کې موټر بم چاودنې "دوه" کسان ووژل

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption عکس د یوې پخوانۍ پېښې دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چاودنه نن سهار ۹ بجې د کابل ښار په نهمه حوزه کې شوې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحمیي بي بي سي ته وویل، دې چاودنه کې "دوه" کسان وژل شوي او "درې" ټپیان دي.

ښاغلی رحیمي وايي قربانیان ملکي کسان دي.

رحیمي زیاته کړه د دې برید موخه په نهمه حوزه کې د بهرنیو ځواوکونو اډه وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د یوې اعلامیې په استولو سره د پېښې مسوولیت منلی.

دی وايي، په موټر بم کې د بهرنیو ځواکونو موټر په نښه شوی، چې پکې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

د روانې مارچ میاشتې په دویمه هم د نهمې امنیتي حوزې اړوند په قابل بای سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه قراردادي موټر برید شوی و.

په هغه پېښه کې یو ځوان وژل شوی او ۲۲ کسان ټپي وو.