د نړۍ وروستی سپین راینو ومړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمالي سپین راینو نسل په ختمېدو دی.

د کینیا د ژویو د ساتنو یوه خوندیځای ویلي چې د نړۍ وروستی سپین راینو مړ شوی.

د دغه ۴۵ کلن سپین راینو له مرګ وروسته یوازې دوه ښځینه یې ژوندۍ پاتې دي. ډېره هڅه وشوه چې د نسل پاتې کېدو چاره یې وشي، خو داسې ښکاري چې نسل به یې پای ومومي.

دغه راینو په کلکه څارل کېده او ساتنه یې کېدله، خو د ډېر عمر او ډول ډول ناروغیو له کبله ومړ.

که څه هم ساینسپوهانو هڅه کوله چې له پرمختللو لارو چارو د دوی د نسل د زیاتېدو لپاره هڅې وکړي.

د دغه راینو ساتونکو مسوولینو هڅه وکړه پیسې راټولې کړي چې په مصنوعي ډول د دغه راینو نسل زیات کړی شي. خو له دې مخکې چې پیسې راټولې کړی شي، دی مړ شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوډان نومي دغه سپین راینو دا انځور په ۲۰۱۶ کې اخیستل شوی و

کارپوهان وايي د دغه سپین راینو یو کیلو ښکر په ۵۰ زره امریکایي ډالرو پلورل کېده. چې په یوه اټکل له سرو زرو هم ګران دی.

د دوی د نسل د ختمېدو یو لوی لامل د دوی غیرقانوني ښکار او د ښکرو پلور و.