"کابل د حقاني شبکې سوله غوښتونکي غړي له پاکستان راباسي"

. د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي, د سپینې ماڼې امنیتي چارواکي د طالبانو ترڅنګ له حقاني شبکې سره چې مرکز یې په پاکستان کې دی او د یو لړ خونړیو بریدونو مسؤولیت یې منلی، هم د افغانانو په مشرۍ د روغې جوړې لپاره د خبر ملاتړ کوي، د ورځپاڼې په وینا د روانې اولس کلنې جګړې ټغر له افغانستان ټول شي.

ورځپاڼه په دې اړه یوه مطلب کې د چارواکو په حواله ویلي: کابل غواړي د دغې ډلې هغه غړي چې سوله غواړي له پاکستانه راوباسي، او دا چاره د اسلاماباد په اړه د امریکا له کړنلارې سره په ټکر کې نه ده.

واشنګټن پوسټ د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي (( زموږ افغان همکاران غواړي چې سوله کې باید ټول هغه عناصر شامل وي چې روغه جوړه کوي د حقاني شبکه هم په دې عناصرو کې شامله ده او دا هغه څه دي چې د دغه چارواکي په وینا امریکا یې هم تایید وي.

نیویارک ټایمز

د انځور حقوق AFP

بلې امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي د امریکا پوځ په شمالي افریقا کې د القاعده ډلې پر اړونده وسله والو هوايي برید کړی.

د ورځپاڼې په حواله دا برید یوې بې پيلوټه الوتکې د لیبیا په سویل کې کړی دی.

د ورځپاڼې په باور په سیمه کې دې برید ته د ترهګرۍ پرضد د امریکا د بریدونو د پراخولو د پيل په سترګه کتل کیږي.

له دې وړاندې امریکايي هوايي ځواک په لیبیا کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر اړوند کسانو بریدونه کړي. ورځپاڼه کاږي په ۲۰۱۶ کال کې امریکايي پوځ په لیبیايي ښار سرت کې پر داعش وسله والو پنځه سوه ځله بریدونه کړي دي.

ګلف نیوز

د انځور حقوق ICC

ګلف نیوز ورځپاڼې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پرونۍ بریا په اړه یوه مفصل مطلب خپور کړی او پرونۍ ورځ یې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه نه هېریدونکې ورځ بللې ده.

ورځپاڼه لیکی د محمد نبي ښه توپوهنې ته هم اشاره کوي خو زیاتوي په بریال کې د محمد شهزاد رول ډیر و چې په ۹۳ بالونو یې ۸۴ منډې جوړې کړې.

ډېلي ټایمز

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼې ډېلي ټایمز د باخبرو دپلوماتیکو او دولتي سرچینو په حواله لیکلي دي ډیر امکان شته چې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي د راتلونکې اپریل میاشتې په لومړیو کې کابل ته ولاړ شي.

د یادولو ده چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د سفر پرمهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر ته د کابل د سفر بلنه ورکړه چې د دولتونو په کچه خبرې وشي.

ډان

ډان ورځپاڼې د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د سپینې ماڼۍ د یوې چارواکې لیزا کورټیس په حواله لیکلي چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د کړکیچنو اړیکو سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ کار د دواړو لوریو په ګټه ده .

هغې چې د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو په هڅه کې ده ، خو نوموړې ټینګار کړی چې د اړیکو ښه کېدل باید د دوه اړخیزه ژمنتیا په رڼا کې وشي.

ورته مطالب