"طالبان د سولې وړاندیز په اړه سلا مشورې کوي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان په دې سلا مشوره کوي که له افغان دولت سره خبرې کوي نو څنګه خبرې باید وشي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي په افغانستان کې د سولې په تړاو د روانو پراخو هڅو، دغې ډلې ته شوي وړاندیز او د تاشکند نړیوالې غونډې په غبرګون کې د طالبانو چوپتیا ته په کتو داسې ډیر شواهد شته چې ددغې ډلې د غړو په منځ کې د شویو وړاندیزونو او کېدونکو خبرو په اړه ډیرې جدي خبرې روانې دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، څو طالبانو مشرانو روانه اونۍ دا منلې چې طالبان په خپلو منځو کې د سولې لپاره د افغان حکومت وړاندیز ته د غبرګون ښودلو لپاره سلا مشورې کوي.

د ورځپاڼې په وینا افغان او لوېدیځ چارواکي ډيپلوماټیکي سرچینې هم تاییدوي چې په قطر او نورو ځایونو کې له طالبانو سره ډيپلوماټیکې ناستې ولاړې ډیرې شوې تر څو دغه ډله قانع کړل شي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

نیویارک ټایمز لیکي، ډېرو طالب قوماندانانو سره چې دوی اړیکه نیولې چې په دې اړه خبرې وکړي، خبره یې د قطر دفتر ته راجع کړي، خو په قطر کې د طالبانو د دفتر استازي په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

ورځپاڼه د یوه طالب قوماندان په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی، زیاتوي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته تیار نه دي، خو دی وايي خبرې روانې دي چې که طالبان خبرې مني نو څه ډول خبري باید وشي، خو دی وايي د مشرتابه نظر داسې ښکاري چې له افغان حکومت سره خبرو ته زړه نه ښه کوي.

د اتلانو په څېر د افغان کرېکټ لوبغاوړ هر کلی په کابل کې د افغان کرېکټ لوبغاړو د اتلانو په څېر هرکلی وشو، دا د بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلې میل د یوه مطلب سرلیک دی چې کابل ته د افغان کرکټ لوبډلې د ستنېدو په اړه یې خپور کړي.

ورځپاڼه لیکی که څه هم عامو خلکو ته د امنیتي دلایلو له امله د کرېکټ لوبغاړو د ښه راغلاست چانس نه و ورکړل شوی، خو د افغان کرېکټ لوبډلې مینه والو خپله دا مینه په خواله رسنیو کې ماته کړې او په پراخه کچه یې هرکلی شوی دی.

چینايي دې پیپل ورځپاڼه

د چین ورځپاڼې دې پیپل لیکلي، د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د چین د ولسمشر په بلنه بیجنګ ته په درې ورځني نارسمي سفر راغلی و.

ورځپاڼې د شمالي کوریا د مشر دا خبره را اخیستې چې وايي، دا یې پر خپل ځان فرض ګڼلو چې د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو وروسته د مبارکۍ لپاره په خپله ښاغلي شي ته مبارکي ووايي.

ده ویلي په کوریا ټاپووزمه کې وضعیت په چټکۍ بدلون مومي او په دې وروستیو کې لوی بدلونونه رامنځته شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي ښاغلي اون وویل لازمه یې وګڼله چې په خپله شخصا ملګری شي جینګ پینګ د دغو بدلونونو په اړه خبر کړي.

الشرق الاوسط ورځپاڼه

له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط لیکلي، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د ملګرو ملتونو د اړوند بنسټونو له لارې په یمن کې د بشري مرستو لپاره د ۹۳۰ ملیونه ډالرو مرسته کړې او د مرستې سند د سعودي عربستان ولیعهد چې امریکا ته په سفر تللي د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته وسپاره.