پنځه کاله وروسته ملاله یوسفزۍ پاکستان ته ستنه شوه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملاله له پلار او نورې کورنۍ سره.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ له نږدې شپږو کلونو رووسته پاکستان ته ستنه شوه.

پېغله یوسفزۍ د نړۍ تر ټولو کم عمره شخصیت دی چې دا مډال ګټي.

معلومه نه ده چې نوموړې به پښتونخوا کې خپل ټاټوبي سوات ته ستنه شي که یه، خو ویل کېږي چې د څلورو ورځو لپاره پاکستان ته تللې ده.

* '' ملاله یوسفزۍ میلیونره شوه''

* تورپيکۍ یوسفزۍ: پر ملالې برید هر څه بدل کړل

دغه پښتنه پېغله به د پنجشنبې په ورځ ځايي وخت یوولس بجې د پاکستان له لومړي وزیر او د کابینې له څو غړو سره هم وویني.

ملاله او د هغې کورنۍ تېره شپه اسلام اباد ته رسېدلي او د امنیتي ځواکونو په بدرګه د اسلام اباد یو هوټل ته رسول شوي دي.

غونډه کې ګډون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملاله دا مهال د اکسفورډ پوهنتون زدکوونکې ده.

د ملالې د پلار- ضیاوالدین یوسفزي- نږدې ملګری همایون مسعود وايي، د شنبې په ورځ به ملاله اسلام اباد کې یوې ناستې ته وینا وکړي.

د سولې پر نوبل جایزه سربېره د نورو ډېرو مډالونو ګټونکې ملاله د امهال ۱۹ کلنه او په برتانیا کې اکسفورډ پوهنتون زدکوونکې ده.

* ملاله: 'د زینب کیسې مې زړه مات کړ'

* ملاله یوسفزۍ د ولسمشرغني په بلنه افغانستان ته ځي

تېر کال د ملګرو ملتونو سرمنشي نوموړې د سولې لپاره خپله سفیره وګومارله.

نوموړې پر ۲۰۱۲ کال سوات کې له ښوونځي کور ته د ستنېدلو پرمهال د وسلواول له برید سره مخ شوه.

د درملنې لپاره برتانیا ته ولېږدول شوه.

د انځور حقوق EPA
Image caption اسلام اباد کي د ملالي ليږدوونکی موټر.

ملالې تر ټپي کېدو مخکې د ګل مکۍ په نوم بي بي سي ته لیکنې کولې.

د پاکستان طالبانو غورځنګ برتانیا ته هم ملالې یوسفزۍ ته لیک استولی او د هغه برید پر روښانولو سربېره یې ګواښلې چې که بیا هم پاکستان ته ور شي له ورته برید سره به مخ شي.

د تېر کال سپټمبر کې د کراچۍ پولیسو وویل، په څلورو وسلوالو کې یې هغه کس هم وژلی چې پر ملاله یې برید کړی و.

ورته مطالب