امریکا: له روسیې د خپلو ډيپلوماټانو د شړلو پر پرېکړه غور کوو

.
Image caption روسیې په زغرده ویلي چې په برتانیا کې د جاسوس د مسمومېدو په پېښه کې لاس نه لري

امریکا وايي د روسيې په هغه پرېکړه غور کوي چې له خپلې خاورې ۶۰ امريکايي ډيپلوماټان باسي.

روسیې دا ګام د روانې اونۍ په پيل کې د امريکا د متحده ايالتونو له لوري له دغه هېواده د روسي ډيپلوماټانو د شړلو په غبرګون کې اخیستی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، خپله دا پرېکړه یې د امریکا سفیر ته اورولې ده.

* پر جاسوس برید؛ پر روسیې نړیوال فشار زیاتېږي؟

* پر جاسوس برید؛ امنیت شورا کې د برتانیا او روسيې سفیرانو 'لفظي شخړه'

* امریکا ۶۰ روسي دیپلوماتان شړي

روسیې له خپلې خاورې د یاد شمېر امریکايي ډيپلوماټانو پر شړلو سربېره د روسیې په سن پيټرزبورګ ښار کې د امریکا د کونسلګرۍ د تړلو ګواښ هم کړی دی.

امریکا له خپلې خاورې د روسي ډيپلوماټانو پر شړلو سربېره د متحده ایالتونو په سیاتل ښار کې د روسیې د کونسلګرۍ د تړلو امر هم کړی دی.

له امریکا د روسي ډيپلوماټانو شړل، په برتانيا کې د روسيې د پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه د لور د مسمومولو تر پېښې وروسته، د انګلستان په ملاتړ او د روسیې پر ضد امریکا وروستى ډيپلوماټيک ګام دى.

روسیې په زغرده ویلي چې په برتانیا کې د جاسوس د مسمومېدو په پېښه کې لاس نه لري.

پر متحده ایالاتو او برتانیا سربېره ډيرو نورو هیوادونو هم ادعا کړې چې روسیه د سرګي سکریپال د مسمومېدو په پېښه کې لاس لري او روسي ډيپلوماټان یې له خپلې خاورې ایستلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption لاروروف وايي ځیني ډیپلوماټان باید په مناسب ډول د روسیې له خاورې ووځي.

ښاغلی لاروروف وايي ځیني ډیپلوماټان باید په مناسب ډول د روسیې له خاورې ووځي.

د ډیپلوماټانو دغه لانجې درې اونۍ وړاندې د "مارچ پر ۴ مه" هغه مهال پیل شوه چې سرګي اسکریپال له او لور یې مسموم شول.

د ښاغلي سکریپال حالت خراب دی، خو راپورونه وايي، لور یې مخ په ښه کېدو ده.

یولیا سکریپال په هوښ راغلې او خبرې کولی شي.

لویدیځ ځواکونه بیا روسیه د ښاغلي اسکریپال او لور د مسمومیت لامل ګڼي.

سرګيي اسکریپال په ۱۹۹۰ کال کې د روسیي د استخباراتو پخوانی مامور و، او له هغه وروسته یې د بریتانیا هیواد لپاره جاسوسي کوله.

د انځور حقوق EPA/ YULIA SKRIPAL/FACEBOOK

هغه په ۲۰۰۴ کال په روسیې کې ونیول شو او ۱۳ کلونو بند محکوم شو، خو په ۲۰۱۰ کال مخکې له دې چې د هغه د بند دوره پای ته ورسیږي د جاسوسانو په بدل له زندان څخه خوشې شو او په بریتانیا کې پناه غوښتنکی شو.

ورته مطالب